د وزيراعظم عمران خان په ديانتدارې، رښتينولۍ او محنت ټول قام متفق دے، هغه به قام د سياسي، معاشي بحرانونو نه ويستلو سره مخ په وړاندے بوځي، د كورنيو چارو وزارت به په 120 ورځو كښې بدل شي. د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد

image
APP53-231220 ISLAMABAD: December 23 - Prime Minister Imran Khan offering dua after laying floral wreath at the Shuhada Monument at Police Lines Headquarters. APP

اسلام آباد 23 دسمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي د وزيراعظم عمران خان په ديانتدارې، رښتينولۍ او محنت ټول قام متفق دے، هغه به قام د سياسي، معاشي بحرانونو نه ويستلو سره مخ په وړاندے بوځي، د كورنيو چارو وزارت به په 120 ورځو كښې بدل شي، اولس ته به اسانۍ وركړو، پاركونه او باغونه به بهتر كړو، ناكې مو ختمې كړي، پوليس ته به نور ګاډي وركړو. ده دا خبرې د شورو په ورځ د پوليس پاسنګ آٶټ پرېډ دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. وزيراعظم مخاطب كولو سره ده ووئيل الله تعالٰي تاسو له عزت دركړے او تاسو پوليس ته عزت وركړو. تاسو وړومبنے وزيراعظم ئې چې د پوليس په پاسنګ آٶټ دستوره كښې مو ګډون وكړو. دې سره د كراچې نه تر طورخم د امن او امان وظيفه ترسره كوونكو ځوانانو عزت ترلاسه كړے او فخر محسوسوي. ده ووئيل په اسلام آباد كښې پنځه سوه كېمرې خرابې وې، اوس ټولې 18 سوه كېمرې درست كار كوي، د پوليس هغه چيك پوسټونه چرته به چې وګړي تنګولے شول ختم كړې شوي. يوازې درې پاتې دي، هغه به هم په نورو ګاډو ترلاسه كېدو ختم كړے شي. ده ووئيل وزيراعظم عمران خان چې څنګه كار كوي، د هغه نوم به يوازې په پاكستان كښې نه بلكې په نړۍ كښې اخستلے شي. ده ووئيل په اسلام آباد كښې تر ټولو ښه ډله كار كوي. د پوليس هاٶسنګ لپاره دوه سوه كناله زمكه ترلاسه كړې شوې. وزيراعظم ته خواست دے چې د څلور سوه كناله وركولو احكامات جاري كړي. ده ووئيل په اسلام آباد كښې ډېرې مدرسې شته چرته چې د قرآن او سنت تعليم وركړے كېږي. مونږ به د ټول مكاتب فكر علماﺀ ځان سره مخ په وړاندې بوځو، په 120 ورځو كښې به د كورنيو چارو وزارت بدل شي. ده ووئيل نن يوولس سوه ځوانان په پوليس كښې ګډون كوي، وزيراعظم دې د نورو پنځه سوو ځوانانو د بهرتې منظوري وركړي.ده ووئيل وزيراعظم ته خواست دے چې د اسلام آباد پوليس تنخا د پنجاب پوليس برابر كړي.

مضمون کا ماخذ : لاٹری کی پیشگوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں