اسلام آباد 23 دسمبر(اے پي پي) پاکستان د هندي قابض پوځ لخوا په لائن آف كنټرول د ډز بندۍ په خلاف وزيو د هند ناظم الامور خارجه دفتر ته رابللے او ورته خپل سخت احتجاج رېكارډ كړے شوے ٬ د هندي ځواكونو لخوا د دسمبر په 22مه نيټه كال 2020 د لائن آف كنټرول په تته پاني او جندوټ سېكټر كښې د جنګ بندۍ خلاف ورزۍ شوي چې پكښې 50 كلنه مېرمن شهيده شوې او د كوچنۍ پشمول 3 كسان ژوبل شوي٬ هند د ډزو په مهال لويه وسله او مارټرز اس??عم??ل كړي۔ د خارجه دفتر له مخې د كال 2020 په مهال د هند قابضو ځواكونو لخوا 3012 ځل د ډز بندۍ خلاف ورزۍ شوي چې په نتيجه كښې ئې 28 كسان شهيدان شوي او 253 بې ګناه وګړي ژوبل شوي۔ د هند د قابضو ځواكونو لخوا د بې ګناه وګړو د ويشتلو غندنه كولو سره په دې خبره زور رواړلے شو چې دا ډول اقدامات د كال 2003 د ډز بند?? د ??وظنامې بيخي خلاف ورزي ده او دا د انساني اقدارو او د پوځ د وظيفائي كردار هم منافي ده۔ خارجه دفتر ووئيل د نړيوال قوانين دا ډول خلاف ورز?? د ??ند لخوا په لائن آف كنټرول د اړي ګړي زياتولو د هلو ځلو عكاسي كوي او د سيمه ايزې سلامتيا لپاره خطري دي ٬ هند دا ډول اړي ګړي ته هوا وركولو سره په غېر قانوني مقبوضه ج??و وكشمير كښې د بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزو څخه د نړۍ پام نشي اخوا كولے٬ په هند زور رواړلے شو چې د كال 2003 د ډز بند?? د ??وظنامې احترام وكړي او د ډز بندۍ د خلاف وزو تحقيقات وكړي او په لائن آف كنټرول او وركنګ ??او??ډري امن برقرار وساتي دغسې د ملګرو ملتونو پوځي مبصرينو ډلې ته د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د خپ?? كردار لوبولو اجازه وركړي