اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي د كرسمس په اړه مسيحي ټولنې ته مباركي وركولو سره وئيلي دي چې په خوږ وطن كښې مېشته اقليتونه هغه ټول حقوق لري كوم چې اسلام دوي ته وركړي دي، پا??ست??ن د نړۍ هغه يواځنې هېواد دے د كوم په قومي بېرغ كښې چې اقليتونو ته نمائندګي وركړې شوې. خارجه وزير ووئيل چې د اسلامي تعليماتو له مخې ټول مخلوقات برابر دي او اقليتونو ته مساوي حقوق وركول زمونږ د ايمان برخه ده. په پا??ست??ن كښې اقليتونه برابر حقوق لري. د پا??ست??ن آئين هم اقليتونو ته يو ډول حقوق وركړي دي. د دې په ضد په ګاونډي هېواد هند كښې كوم چې ځان ته سېكولر او د بشري حقونو بېرغ هسكوونكې هېواد وائي، اقليتونو سره امتيازي سلوك كولې شي او په دې وخت كښې چې په كشمير او هند كښې اقليتونو سره كوم سلوك كېږي، هغه د نړۍ په وړاندے د??. د?? ووئيل چې پا??ست??ن د اقليتونو په مېنځ كښې كوم فرق نه كوي او دوي ته د هغوي د مذهب له مخې د ژوند تېرولو پوره موقع وركوي. دغسې په پا??ست??ن كښې اقليتي ټولنه هم د هېواد په پرمختګ او خوشحالې كښې خپل بشپړ كردار ترسره كوي. ده ووئيل چې د مذهبونو ترمېنځه همغږي د وخت مهم ضرورت د??. د?? ووئيل چې مونږ ټولو ته په ګډه د خوږ وطن پرمختګ او خوشحالې ??پا??ه كار كو?? دي او دا عظيم اسلامي، معاشي او فلاحي رياست جوړو?? دي د كوم خوب چې د پا??ست??ن باني قائداعظم محمد علي جناح ﴿رح﴾ ليدلے و.