د مذهبي چارو وف??قي وزير پير ن??ر الحق قادري
اسلام آباد۔31دسمبر(اے پی پی) د مذهبي چارو وف??قي وزير پير ن??ر الحق قادري وئيلي دي د غېر مسلمو عبادتخانو ته زيان رسول د اسلامي تعليمات په ضد كار دے۔ آئین هم د غېر مسلمو د ودانيو او عبادت ځايونو په حفاظت زور راوړي۔ د زيارت په ورځ خپل يو بيان كښې هغه ووئيل كرك كښې ځينې خلقو د يو مندر ورانولو سازش كړے د كوم به چې كله هم اجازه ورنه كړے شي ۔ اسلام او د پاكستان آئين غېر مسلمه اقليتونو ته مذهبي آزادي وركوي۔ وف??قي وزير ووئيل د دې معاملې په سولېزه ډول حل له د مذهبي چارو وزارت د سيمې مذهبي لارښودو سره تماس نيولے۔ د کرک هندو کم??ټۍ مندر سره خواته د زمكې اخستو سره د مندر په پراخا كولو ځائي خلق راپارېدلې وو۔ د كرك انتظاميه پېښه كښې ككړ كسان نيسې۔ ځائي هندوان دې هم له صبر ن?? كار واخلي۔ د اقليتي چارو صوبائي وزير وزیر زادہ، د صوبائي اسمبلۍ غړي روی کمار او د قومي اسمبلۍ پخواني غړي مولانا شاه عبد العزيز سره په خب??ه اترو معامله حل كولل شي۔ وف??قي وزير زياته كړه چې چاته به كله هم دا اجازه ورنه كړې شي چې هغه د اقليتونو د مقدسو ځايونو ړنګ كولو هڅه وكړي۔ وف??قي وزير ووئيل دا پېښه پاكستان كښې د مذهبونو ترمينځه همغږۍ ته د زيان رسولو سازش دے۔