اسلام آباد 06 جنوری (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپیكر اسد قیصر وئيلي دي په سختو حالاتو كښې م??اب??ه كولو لپاره د پارلمان كردار مهم دے، وخت راغلے چې مونږ اولس سره په شوو لوظونو عملدرآمد كولو له ټول وسائل پكار راولو، د قامي اسمبلۍ غونډې رابللو له اپوزیشن ګوندونو سره به د مشاورت عمل مخ په وړاندې بوتللے شي۔ده د شورو په ورځ سپیكر هائوس كښې د حكومتې لارښودو د غونډې مشري كوله۔ په غونډه كښې وفاقی وزيرانو پرویز خټك، شاه محمود قریشی، اسد عمر او شفقت محمود پشمول د حكمران ګوند په قامی اسمبلۍ كښې چیف وهپ م??ك عامر ډوګر ، وزير مملكت علی ??حمد خان او د وزیراعظم د پارلماني چارو صل??حك??ر ډاكټر بابر اعوان هم ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د پارلمانی چارو پشمول د هېواد په سیاسی، معاشي او د كورونا په وضعه د چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په غونډه كښې د قامي اسمبلۍ غونډې رابللو او د اپوزیشن ګوندونو پارلماني لارښودو سره په مشاورت هم غور وشو۔په دې موقع د قامي اسمبلۍ سپیكر ووئيل اوس وخت راغلے چې اولس سره په شوو لوظونو عملدرآمد كولو له ټول ممكن وسائل وكاروو ځكه چې د سختو حالاتو م??اب??ه كولو له د پارلمان كردار مهم دے۔ده ووئيل د كورونا دويمې چپې په مهال پارلمان ښه كردار ترسره كړے ۔ وفاقی وزيران دې د وزیراعظم عمران خان سره ملاقات وكړي او دغې نه پس به د قامی اسمبلۍ غونډې رابللو په اړه حتمی پريكړه كولې شي۔