اسلام آباد۔24جنوری(اے پی پی):وزیرِ اعظم ??مران خان سره سوات او دير سره تعلق لرونكو د قومي اسمبلۍ غړو د اتوار په ورځ ملاقات وكړو او هغه سره ئې د خپلو خپلو حلقو پرمختيائي كارونو په پېشرفت د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ ملاقات كوؤنكو كښې د وزيراعظم د سياسي چارو خصوصي مرستيال ملك عامر ډوګر ٬ سليم رحمن او بشير خان شامل وو۔ ملاقات كښې دير كښې په روانه امنيتي وضعه هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د قومي اسمبلۍ غړي بشير خان وزيراعظم ??ه دير كښې جوړېدونكو ډېمونو كښې ځائي ودانۍ ته په ترجيحي بنيادونو د روزګار موقعو وركولو په اړه بريفنګ وركړو۔ دې سره سره هغه وزيراعظم د خپلې حلقې مسئلو او اولسي خېر ښېګړې له د پورته كړې شويو ګامونو نه هم خبر كړو۔ سلیم رحمان وزیرِ اعظم ??ه سوات كښې د سېلګرۍ ودې ٬ په ځائي خلقو د دې مثبت اغېز او د زده كړو او روغتيا په منصوبو د پېش رفت په اړه بريفنګ وركړو