اسلام آباد 27 جنوري (اے پي پي) افضال محمود په متحده عرب امارات كښې د پاكستاني سفير په توګه ذمه وارې پېل كړي . د د?? څخه وړاندې هغه ??ه بحرېن كښې د پاكستان سفير په چوكۍ خدمات ترسره كول. افضال محمود په هوسټن كښې د قونصل جنرل، ??ه بنګله دېش كښې د لنډ مهاله هائي كمشنر، د ملګرو ملتونو په ماحولياتي پروګرام او ??ه نېروبي كښې د انساني آبادكارې پروګرام پشمول د نړۍ ??ه بېلا بېلو برخو كښې په ګڼ شمېر نړيوالو فورمونو د پاكستان نمائندګي كړې. د د?? نه علاوه افضال محمود په آسيان، سارك، انډونېزيا، بنګله دېش، ختيزه افريقا او المان كښې د موسمياتي بدلون په غونډو كښې هم د پاكستان نمائندګي كړې. افضال محمود په خارج?? وزارت كښې د ملازمت په مهال ډائرېكټر جنرل﴿امريكا و اروپا﴾ ډائرېكټر، ډپټي ډائرېكټر او اېران، تركيې ، اروپا او سوئيلي اسيا لپاره اسسټنټ ډائرېكټر هم پاتي شوے. افضال محمود د چكوال پوسټ ګرېجوېټ كالج څخه په اكنامكس كښې ګرېجوېشن او د تركيې د انقره پوهنتون څخه په ترك ژبه كښې تربيه ترلاسه كړې. افضال محمود د ترك او انډونېزيائي ژبو نه علاوه په اردو، انګرېزي او پنجابي ژبو هم عبور لري.