اسلام آباد۔ 4 فروری (اے پی پی) خارجه ??زي?? مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي د 26 م آئيني بدلون د لارې مونږ اوپن بېلټنګ سره د سېنېټ ټاكنې سپېځلې جوړول غواړؤ۔ مونږ اولس سره وعده كړې وه چې د ټاكنو اصلاحاتو د لارې به سپېځلتيا راوړؤ۔ مونږ په خپل اصولي دريځ ټينګ ولاړ يؤ او په سم لوري روان يؤ خو اپ??زي??ن جمهوريت له پاټلۍ كوزول غواړي۔ مونږ غواړؤ چې بهر هېوادونو كښ?? مېشته پاكستانيانو ته د ووټ كارولو حق وركړے شي۔ د زيارت په ورځ قومي اسمبلۍ كښ?? په 26 م آئيني بدلون بحث جاري ساتلو سره خارجه ??زي?? شاه محمود قرېشي ووئيل قوم د دوئي مخونو ته ګوري چې څنګه لكه د كربوړي رنګونه بدلوي۔ دوئي د اخستولو خرڅولو عادي دي۔ هغه ووئيل مونږ سېنېټ كښ?? د هغه كسانو ټاكنه غواړؤ كوم چې د وفاق دفاع كولے شي۔ هغه ووئيل پخوا چې كومو خلكو د خپلو ضميرونو سودا وكړه تحريك انصاف د دغسې 20 كسانو په ضد كارروائي وكړه۔ هغه ووئيل قوم دې دا ووائي چې د سېنېټ ټاكنې غلو ته سپارل دي يا دا سپېځلې جوړول دي۔ خارجه ??زي?? ووئيل د اپ??زي??ن لارښود خو استعفی وركولو له راغلي وو خبر نه يؤ شپه په شپه څه وشؤ چې دوئي خپل دريځ بدل كړو او د دوئي لارې بدلې شوې۔ اورېدلې مو دي يو بله ناسته كښ?? به د يو نوے لانګ مارچ اعلان كولے شي۔ بېشكه لانګ مارچ دې وكړي ولې مونږ ټاكلې شوې يؤ او د اولس د ګټو به په هر صورت كښ?? دفاع كوؤ۔ دا مې هم اورېدلي دي دوئي پخوانے ??زي??اعظم سېنېټ ته راولي او څوك د سېنېټ نوے چيئرمېن جوړول غواړي۔ دا هر څه دوئي د اخستلو او خرڅولو د لارې كول غواړي۔ هغه ووئيل مونږ په سم لوري روان يؤ كه بل مو ??نظور شو او كه نه زمونږ نظريه كاميابه ده