دوحہ۔15مارچ(اے پی پی) داخله وزير ش??خ رشيد احمد د قطر وزيراعظم خالد بن خليفه سره ملاقات وكړو او هغه ته ئې ?? پاكستاني اولس او وزيراعظم لخوا د كو??ت مشرتابه او اولس لپاره د خېر سګالۍ پېغام وركړو۔ د ملاقات په مهال پاك قطر دوه اړخيزه اړيكو او تجارت ته وده وركولو سره په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه وش??ه۔ ملاقات كښې قطر كښې ?? پاكستاني مېن پاور په زياتولو او د داخلي سلامتيا په چارو هم خبرې وش??ې۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې ش??خ رشيد احمد ووئيل د افغانستان په تل پاتي امن كښې د قطر مثالي كردار دے۔ پاكستان او كو??ت افغانستان كښې امن غواړي۔ د افغانستان امن لپاره همكارانو سره د كاميابو مذاكراتو كرېډټ قطر ته ځي۔ د قطر وزيراعظم ووئيل ?? پاكستان او قطر ترمينځه د تجارت زياتولو بلها موقعې دي۔ هغه ?? پاكستان او قطر ترمينځه د تاريخي اړيكو حواله هم وركړه۔ ش??خ رشید احمد د قطر وزیر اعظم ته ?? پاكستان وزيراعظم عمران خان يوه خصوصي مراسله هم ورسوله۔ دا خبره دې ياده وي چې ش??خ رشید احمد تېره ورځ د قطر په درې ورځنۍ سركاري دوره دوحه ته ورسېد۔ هغه قطر كښې ملی پول قطر نړيوال نندارتون كښې هم ګډون وكړو او ?? پاكستاني سټالونو دوره ئې وكړه۔ داخله وزير به د درې ورځو دورې په ترسره كېدو د شورؤ په ورځ هېواد ته بېرته راورسي۔