صوابي 14 مارچ (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي چې د سېنېټ په ټاكنو كښې په وړومبي ځل محروم سيمو نمائندګي ترلاسه كړې، اپوزيشن ??ې د سېنېټ ټاكنو نتيجې تسليم كړي. د اتوار په ورځ د ګاز پروژې پرانستې په موقع يوې غونډې ته په خپله وېنا كښې ده ووئيل چې اپوزيشن ??ې د اولس خېر ښېګړۍ لپاره په قانون سازې كښې مرسته وكړي. په سېنېټ كښې د اوپن بېلټ غوښتنه مونږ د كا?? ٢٠١٣م نه لرله. مونږ پوره هڅه كړې چې د سېنېټ ټاكنې سپېځلې كولو لپاره قانون سازي وكړې شي. ده ووئيل چې كه اپوزيشن ?? اوپن بېلټ په اړه زمونږ غوښتنه منلې وې نو نن به په كومو نتيجو اندېښنې نه وې. ده ووئيل چې هيله ده صادق سنجراني او مرزا آف??يدي به د بلوچستان او د پخوانې فاټا د محرومې ازاله وكړي.