اسلام آباد 10 اپريل (اے پي پي) ??ار??ه وزير شاه محمود قريشي به د المان ??ار??ه وزير هيكو ماس په بلنه ﴿نن﴾ د اتوار په ورځ په درې ورځنې دوره المان ته ځي. ??ار??ه وزير به د المان ??ار??ه وزير سره د پلاوو په كچه خبرې كوي. د ??ار??ه دفتر وياند له مخې ??ار??ه وزير به د المان د پارلمان صدر ولف ګېنګ شيوبل ??و نورو اعلٰی چارواكو سره ملاقات هم كوي. سږ كال المان او پاكستان د سفارتي اړيكو 70مه سالګره لمانځي. په اروپائي اېتلاف كښې المان د پاكستان تر ټولو لوي تجارتي شراكت دار دے. په المان كښې د يو لك نه زيات پاكستانيان مېشته دي. د ??ار??ه وزير لخوا د المان دوره د دواړو هېوادونو ترمېن??ه پرله پسې د لوړې كچې د تبادلو برخه ده. د المان ??ار??ه وزير هېكو ماس په مارچ كال 2019م كښې د پاكستان دوره كړې وه.