اسلام آباد 14 اپرېل(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر وئېلي دي د محرومو طبقو بحالۍ او د هغوي په ژون?? كښې بدلون راوستل د موجوده حكومت وړومبې ترجيح ده۔د عالم آباد ويلفيئر ټاون جوړېدو سره به د غريب او نادار اولس خېرښېګړې له مهم كردار ادا كړے شي چرته به چې ضرورت مند ته ټول ضروري وسائل په يو ځاے ترلاسه كېږي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د شورو په ورځ صوابۍ كښې ?? جوړېدونكي عالم آباد ويلفيئر پروجېكټ د كار پېشرفت په اړه د جاج اخستو غونډې د مشرۍ كو??و په مهال وكړه۔پخواني ايئر چيف مارشل سهيل امان غونډه په عالم آباد ويلفيئر ټاؤن كښې ?? روانو بېلو پروژو پېشرفت څخه خبر كړه۔د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر په عالم آبا?? كښې په روانو پروژو د پېشرفت په اطمينان د ټولو اړوندو محكمو ترمينځ?? همغږي وستائېله۔ده ووئيل دا پروژه به د سيمې د پرمختګ او خوشحالۍ يو نوے باب شي۔سپيكر د پروژې لپاره د ځايې خلقو لخوا د يو زر كناله زمكې په وركولو او د زمكې منتقلۍ په اړه د صوابۍ ډپټي كمشنر مخلصانه هڅې وستائېلې۔په غونډه كښې ?? سپېشل ټيلنټ ايكسچېنج پروګرام(اې?? ټي اي پي)چيف ايګزېكټو عاطف شېخ د معذوره كسانو لپاره د سكولو جوړولو په لړ كښې ?? عالم آباد انتظاميې سره د مرستې كو??و وړاندېز وكړو۔په غونډھ كښې ?? صوابۍ ډپټي كمشنر٬د پاكستان بېت المال اعلٰی افسرانو هم ګډون كو??و۔