اسلام آباد۔27اپرېل(اے پی پی) د وزيراعظم د قامي روغتيا خاص مرستيال ډاكټر فېصل سلطان اولس ته ??پېل كړے دے چې د اېن سي او سي په پرېكړو باور لري۔ كومو ضلعو كښې چې د كورونا كېسون?? شرح زياته وي هلته لاك ډاؤن لګېدے شي٬ ګرد هېواد كښې د وېكسينېشن عمل روان دے۔ حكومت د مارچ 30 مې نېټې نه د وېكسين 30 لكه خ??راكونه اخستې دي۔ اولس ته خ??است دې چې راروان اختر سادګۍ سره ولمانځي۔ د نهې په ورځ اېن سي او سي كښې د ابلاغ ذريعو ته ?? بريفنګ وركولو په مهال هغه ووئيل ګرد هېواد كښې 1200 وېکسینېشن سېنټرز كار كوي۔ كه دا ناروغتيا نوره هم زياته ??وه او په اېس او پېز په زړه پورې ډول عمل ونكړے شو نو باقي ښارونو كښې هم لاك ډاؤن كېدے شي۔ هغه ووئيل د آكسيجن په معامله زمونږ د كمېټۍ نظر دے۔ ګرد هېواد كښې د آکسیجن پېداوار یونټس او چارو ته كتلې شي۔ د آکسیجن بند پلانټس چلولو له هم انجينئرز كار وي۔ هغه ووئيل دا تاثر سم نه دے چې مونږ صرف هغه وېكسين لګوؤ كوم چې مونږ ته وېړيا راكړې شوي دي۔ د مارچ 30 مې نېټې نه مو 30 لكه خ??راكونه اخستې دي۔ هغه ووئيل دې سره سره مونږ د وېكسين 3 کروړه خ??راكونو اخستلو لوظنامه هم كوؤ۔ 17 لکھ خوراكونه مونږ ته ?? چين لخوا ډالۍ كړې شوي دي۔ هغه ووئيل تر دې دمه 20 لكه كسانو ته وېكسين لګولې شوي دي۔ تېره ورځ 88 زره وګړو ته وېكسين ولګولې شول۔ د 50 كالو نه د زيات عمر وګړي هم اوس په 1166 لمبر رجسټرېشن كولو سره څه وخت هم وېكسينېشن سېنټر ته ??للو سره وېكسين لګولے شي۔ هغه ووئيل د نن نه د 40 نه تر 50 كالو عمر وګړو رجسټرېشن عمل پېل كېږي۔ هغه اولس ته خ??است وكړو چې د رش ځايونو ته ??للو نه ډډ?? وكړي ٬ ماسك كاروي او دا ځل روژه او اختر سادګۍ سره ولمانځي۔