اسلام آباد 28 مئي (اے پي پي) د مواصلات وفاقي وزير مراد سعيد وئيلي دي کامياب جوان پروګرام يواځنے پروګرام دے د كوم بنياد چې د ځوا??ان?? په آئيډياز اېښودلے شوے او دا وړومبے حکومت دے كوم چې نه يواځي د ځوا??ان?? ضامن دے بلكه هغوي هنر منده جوړولو نه پس د کاروبار لپاره قرض هم وركوي، د پاکستان ځوانان صلاحيت لري او کاميابۍ لپاره د سم اړخ تعين ضروري دے، جديدې ټيکنالوجي کارولو سره دې ځوانان راوړاندي شي او روزګار دې پيل كړي دغسې دوي به د نورو لپاره هم د روزګار ذريعه وګرځي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده نېشنل يونيور??ټي آف ماډرن لينګويج نمل كښې کامياب جوان پروګرام دستوري ته وينا كښې وكړه۔ په دې موقع د وزيراعظم د ځوا??ان?? چارو خاص مرستيال عثمان ډار او نورو هم خطاب وكړو۔ وفاقي وزير ووئيل کامياب جوان خبره چې وكړې شي نو دا وړومبې حكومت دے كوم چې د ځوانان خپل ترجيحات ګرځولي ، عثمان ډار له مبارکي وركوم چا چې د وزير اعطم عمران خان د ځوا??ان?? وژن له عملي شكل وركړے۔ده ووئيل دې پروګرام سره به نه يواځي ځوانان هنر مند جوړولو له مرسته تر لاسه شي بلكه هغوي له د روزګار موقعې وركولو سره به نور هم مخ پھ وړاندې لاړ شي او هغوي به بيا په نورو ځوا??ان?? سرمايه كاري وكړي۔ مراد سعيد ووئيل دا هغه پروګرام دے كوم چې د ځوا??ان?? په مشاورت سره جوړ شوے۔ده ووئيل ټيکنالوجي کارولو سره نه يواځي روزګار بلکه د هېواد برآمدات هم زياتيدے شي۔