اسلام آباد 16 جون (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قېصر تېره ورځ په ايوان كښې د رامخې ته شوې پېښې پلټنو لپاره د پارلماني كمېټي جوړولو په اړه د مخالفې ډلې تجويز سره اتفاق كولو سره حكومتي او مخالفې ډلې څخه د ??پږ ٬ ??پږ غړو نامې غوښتې دي۔ سپيكر دا پېښه د پارليمان سپكاوې ګرځولو سره وئيلي چې پارلماني كمېټۍ تېره ورځ هنګامه كښې د ككړو غړو په ضد چې كوم هم سفارشات مرتب كړي په ھغې به عمل كولے شي۔ د شورو په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډې په پېل كښې سپيكر اسد قېصر ووئيل په څوارلسم او پنځلسم جون چې په ايوان كښې څه شوي ھغه ډېر نامناسب وو٬ په ايوان كښې د غړو لخوا غېر پارلماني الفاظ كارول د دې ايوان سپكاوې دې٬ د دوي په ضد څه كاروائي شوې ده۔ د مسلم ليګ (ن) غړي رانا تنوير حسېن په دې لړ كښې ووئيل د دې پلټنو لپاره دې پارلماني كمېټي جوړه كړې شي كومه چې د پارلماني كاروائي چلولو لپاره هم تجويزونه وركړي ۔ ده ووئيل تېره ورځ پارلماني روايات د پښو لاندې كړې شوي په دې لړ كښې جوړېدونكې پارلماني كمې??ي چې كوم هم سفارشات مرتب كړي په ھعې به عمل كولے شي۔ ده ووئيل كه په دې لړ كښې په رولز كښې كوم بدلون كول وي نو ھغه دې هم تجويز كړے شي۔ ده حكومت او اپوزيشن ته ووئيل چې ھغوي دې د خپلو ??پږ ??پږ غړو نامې د دې كمېټې لپاره وركړي٬ ده ووئيل تر څو چې د دواړو اړخو روغه جوړه نه وي شوې زه غونډه ځنډوم