اسلام آباد 29 جون(اے پی پی)د وزيراعظم د غذائي تحفظ خاص مرستيال جمشيد اقبال چيمه وئېلي دي اوسني حكومت د زرعي څانګې پرمختګ ??پا??ه د كروندګرو ٬ صارفينو او د زرعي او صنعتي څانګې پشمول د ټولو شراكتدارو ګټې تر مخه د سباؤن لائحه عمل اختيار كړے۔په دې لړ كښې ايګريكلچرل ټرانسفارمېشن پلان د غوره زرعي پرمختګ او په درآمدي غذائي څيزونو انحصار كمولو سره د كروندګرو٬صارفينو او د ځايې صنعت د تحفظ مهمه پروژه ده٬د دې پروژې له مخې به د زرعي پېداوار معيار زياتولو٬په فوډ پراسيسنګ كښې جدت٬د معاشي پرمختګ د لارې د كروندګرو او اړوندو خلقو ??پا??ه سماجي او مالياتي انصاف باوري كولې شي٬د نوې ټېكنالوجۍ او د تخمونو د نوو قسمونو د لارې به د ايكړ په سر د پېداوار زياتوالي ٬د تحقيقي چارو ودې٬د ايګريكلچر مالز جوړولو٬د لائيو سټاك څانګه د نوې وخت له مخې جوړولو او په غذائي درآمدات انحصار ختمولو ته به خاص پام كولې شي۔ ده ووئېل د زرعي څانګې بجټ د تېر 1.6 اربه روپو نه 62 اربه روپو ته رسولې شوې۔د زرعي څانګې پرمختګ ??پا??ه د هېواد نورو سيمو سره سره په بلوچستان او په خېبرپښتونخوا كښې ضم شوو قبائېلي سيمو٬ډېره اسماعيل خان٬د پوټهوهار منطقه٬د هزاره سيمه او ګلګت ??لتستان كښې نوې عزم سره كار كولو ??پا??ه حكمت عملي جوړه كړې شوې۔ ده ووئېل په راتلونكو يو څو كلونو كښې به په غذائي درآمدا انحصار ختم كړے شي او د پيو٬شهدو ٬سبزيانو٬ميوو٬دالونو ٬زيتون٬ټراؤټ كبانو٬سويابين او د سپر فوډ په پېداوار كښې به زياتوالے راوستلے شي۔په زرعي څانګه كښې د تحقيقي چارو ودې ??پا??ه لس اربه روپۍ بېلې كړی شوي٬د كروندګرو آسانې ??پا??ه به په ټول هېواد كښې ايګريكلچرل مالز جوړولې شي او دې ??پا??ه به حكومت مرسته كوي۔ خاص مرستيال ووئېل هڅه كوو چې د 22 كروړه ايكړه په زمكه كښې زيات نه زياته سيمه خيرازه او شنه كړې شي۔ده دا خبرې د نهې په ورځ اے پي پي سره په خپله ځانګړې مركه كښې وكړی۔ده ووئيل اوسني حكومت اقتدار سنبهالولو سره د زرعي څانګې پرمختګ او بهترۍ ته خاص پام لرنه كړې۔ده ووئيل د نورو هېوادونو په مقابل كښې مونږ كم كيلريز استعمالوو٬د ميوو او غوښې استعمال هم كم دے٬د وزيراعظم وژن دے چې مونږ خپلې وسيلې داسې پكار راولو چې متوازن خوراك ترلاسه كړے شي۔ده ووئيل حكومت د كركيلې ټولو څانګو ته پام لرنه كړې٬د آلو پیداوار زياتولو ??پا??ه د ناروغۍ څخه پاك تخم ته به وده وركولې شي۔د آلو كلن پېداوار 5.7 ملين ټن دے او په طلب كښې يې هر كال 10 فيصده اضافه كېږي۔زياتېدونكې طلب تر سره كولو ??پا??ه آلو ټشو كلچر ته وده وركولې شي۔ده ووئيل د هېواد په ټولو برخو كښې د كركيلې يو ډول پرمختګ ته پام كولې شي۔په بلوچستان كښې د زرعي څانګې د پرمختګ او بهترۍ پراخا موقعو تر مخه د لائيو سټاك٬ميوو او د سبزيانو پشمول د نورې غلې پېدوار زياتولو ??پا??ه اقدامات شوي ۔ خاص مرستيال ووئېل په بلوچستان كښې اوسني حكومت اقتدار ته د راتللو نه پس 735 وړوكې بندونه جوړ كړي۔ده ووئيل په ګلګت ??لتستان كښې لائيو سټاك٬د ميوو٬سبزيانو او د كبانو څانګه د اوسني وخت تقاضو سره سمولو ??پا??ه كار روان دے۔ده ووئيل د ګلګت ??لتستان آبادي 16 لكه ته نزدې ده او څاروي د 32 لكه نه زيات دي۔په دې سيمه كښې د ميوو٬سبزيانو٬د طبي بوټو او د سپر فود پېداوار كښې د زياتوالي ډېر صلاحيت شته ۔حكومت پراسيسنګ او په پېداوار كښې اضافې ??پا??ه ځايې آبادۍ سره په ګډه د موثره حكمت عملۍ له مخې د كار كولو عزم لري۔ده ووئيل په خېبرپښتونخوا كښې د ميوه دارو اونو په كر كښې اضافې٬زيتون٬سويابين٬جوار٬د طبي بوټو٬دالونو او د آئل سيډ په پېداوار كښې زياتوالي ??پا??ه د قبائېلي سيمو پشمول د شمالي خېبرپښټونخوا سيمې په ګوته كړې شوي چرته به چې په موزون سيمو كښې د غلې پېداوار ته وده وركولې شي۔د وزيراعظم خاص مرستيال ووئيل پوټهوهار د سيډز په پېداوار كښې د اضافې مركز جوړېږي۔په مارګله هلز او د اسلام آباد په نورو سيمو كښې د شهدو پېداوار زياتولو ??پا??ه به كالونۍ جوړولې شي۔د شهدو په پېداوار كښې اضافې ??پا??ه به د پي اے آر سي پشمول بېلا بېل پوهنتونونه ته معلومات وركولې شي۔ده ووئيل په درآمدات انحصار كمولو ??پا??ه به د دې متبادل پېدا كوو ۔ده ووئيل په پنجاب صوبه كښې د لويو فصلونو په پیداوار كښې اضافې ??پا??ه اهداف ټاكلې شوي۔جديدې ټېكنالوجۍ ته وده وركولو سره به د يو ايكړ پېداوار د 1.5 نه 2.5 ته رسولې شي۔په كروندګرو كښې د غنمو نه پس د مونګ او د جوارو فصل كرلو ??پا??ه د شعور او خبرتيا پېدا كولو ضرورت دے۔د غنمو فصل يوه مياشت وړاندې كرلو ??پا??ه به هم كروندګرو ته ترغيب وركولې شي چې دغسې د فصل ريبولو نه پس دوهم فصل كرلو سره زياته ګټه ترلاسه كړې شي۔ده ووئيل مونږ د پيو او غنمو پېداوار درې چنده زياتولو ??پا??ه په حكمت عملۍ كار كوو٬مونږ لس كروړه بيزې٬څلور كروړه 90 لكه غواګانې او 10 كروړه 10 لكه ميښې لرو٬د څاروو آفزائش نسل او معيار ښه كولو سره نه يوازې د معاشي پرمختګ رفتار ګړندے كې??ے شي بلكې په غربت كښې كمے هم راوستلے كې??ے شي۔د وزيراعظم د وژن له مخې د ټرانسفارمېشن پلان مقصد زرعي څانګې ته پرمختګ وركولو سره غربت كمول ٬ معاشي او صنعتي بحالي٬د خوراك په آرزانه بيعه شتون او كروندګرو ته هر ډول ممكنه آسانې باوري كول دي۔خاص مرستيال ووئيل د پومبې څانګه ډېره مهمه ده٬د بلوچستان٬چولستان او تر پشمول په نورو سيمو كښې د پومبې په پېداوار كښې اضافې ??پا??ه حكمت عملي جوړه كړی شوې٬د حكومتي اقداماتو په نتيجه كښې به راتلونكې كال د ټېكسټائل د څانګې برآمدات 20 اربه ډالرو ته د رسولو امكانات روښانه دي۔ده ووئيل د كركيلې څانګه ځكه اهميت لري چې دې سره د زياتره آبادۍ روزګار تړلے دے۔دې څانګې ته پرمختګ وركولو سره نه يوازې په خوراك كښې خودكفالت ترلاسه كې??ے شي بلكې د روزګار موقعې هم زياتېدې شي