ګوادر 05 جولائی (اے پی پی)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي په تېر وخت ??ښې حكومتونو يوازې د ټاكنو ګټلو لپاره سياست كړے٬زما مقصد ټاكنې ګټل نه دي٬نواز شريف د لندن 24 دورې كړي چې پ??ښې 23 نجي دورې وې خو دوه ځله هم بلوچستان ته نه دے راغلے٬زرداري د دبئي 51 دورې كړي خو يو ځل هم بلوچستان ته نه دے راغلے٬د قام پرمختګ لپاره ضروري ده چې ټول هېواد ته په يوځاے پرمختګ وركړے شي٬د صوبې د اولس د محرومۍ احساس لرې كولو لپاره مو رېكارډ پرمختيائي پېكج وركړے٬د بلوچستان مرورو سره د خبرو كولو سوچ هم كوم٬د سي پېك زياته ګټه به بلوچستان ته ورسي٬د ځايې خلقو ګټه به تر نظره ساتلې شي۔ده دا خبرې د ګل په ورځ ځايې مشرانو ٬ زده كوونكو او كا??وباري شخصيات ته په خپله وېنا ??ښې وكړې۔وزيراعظم ووئيل په پارليماني نظام ??ښې د سياسي ګوندونو سياست د ټاكنو ګټلو لپاره وي۔دوي ټول هغه كا?? كوي چې په نتيجه ??ښې يې زياتې چوكۍ ترلاسه كړي او وزيراعظم جوړ كړي٬په تېر وخت ??ښې نواز شريف او آصف علي زرداري هم داسې كړي٬دوي بلوچستان او وروستو پاتې سيمې نظرانداز كړي۔ ده ووئېل نواز شريف جې په كرپشن كومه پيسه جوړه كړې په هغې به يې په لندن ??ښې ګرمي تېروله ا?? په هېرلډز ??ښې به يې په شاپنګ دغه پېسه خرڅ كوله۔وزيراعظم ووئيل د تېر وخت د حكمرانانو مقصد او سوچ مختلف ؤ ٬ كوم سياستدانان چې د ټاكن?? په اړه سوچ كوي٬هغوي د بلوچستان په ځاے يوازې فيصل آباد ډويژن ته پام كوي۔د كوم چوكۍ چې د بلوچستان نه هم زياتې دي ٬ خو زما ترجيح ټاكنې ګټل نه بلكې د اولس خذمت كول دي۔وزيراعظم ووئيل كه ما غوښتل ن?? په لندن ??ښې به مې شاهي ژوند تېرولے خو ما د قام خذمت ته ترجيح وركړه۔وزيراعظم ووئيل په تېر وخت ??ښې د بلوچستان او پخوانۍ فاټا سيمې نظرانداز كړې شوي۔په دې سيمو ??ښې په انسانانو پيسۍ نه ده خرڅ كړې شوې او ځكه دا سيمې د پرمختګ په زغل ??ښې وروستو پاتې شوي۔د تېر وخت حكمرانانو يوازې هغه سيمو ته پام كړې چرته چې ټاكنې ګټلې كېدې شوې۔وزيراعظم ووئيل كه هغوي ټول پاكستان ته پام كړے ؤ نو كېدې شي چې بيا هم وزيراعظمان جوړ شوي وو۔ده ووئيل قامونه هله پرمختګ كولے شي كله چې د هېواد بېلا بېلو سيمو ته يو ډول پرمختګ وركړے شي۔لوي څښتن په پاكستان ??ښې بېلا بېلو سيمو ته بېلا بېلې وسيلې وركړي۔ده ووئيل څوك چې د پاكستان سوچ كوي هغه به د بلوچستان سوچ ضرور كوي ٬ زما خواهش ؤ چې كله هم لوي څښتن ماله موقع راكړه نو بلوچستان لپاره به څه كوم۔ده ووئيل چې كله د ټول هېواد په ځاے د ځينو سيمو پرمختګ ته پام وكړې شي ن?? په خلقو ??ښې د محرومۍ احساس او مرورتيا راپېدا شي ٬ بلوچستان به هغه وخت پرمختګ كوي كله چې په بلوچستان ??ښې امن وي او د بلوچستان خلق دا سوچ وكړي چې پاكستان هم زمونږ دے۔ زمونږ د ضروريات او ستونزو خيال ساتي او زمونږ په حقله سوچ هم لري۔وزيراعظم عمران خان ووئيل۔ د مرورو خلقو سره د خبرې كولو سوچ هم لرم ده ووئيل مونږ د سختو معاشي حالاتو نه رابهر كېږو خو مونږ دومره پيسه نه لرو چې بلوچستان ته ډېره زياته وركړې شو٬نورې صوبې هم ضروريات لري تر ټولو زيات پېكج بلوچستان ته وركړے شوے ځكه چې په تېر وخت ??ښې نظرانداز كړے شوے