??سل??م آباد 14 جولائي (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي په دوشنبه كښې د اېس سي او خارجه وزيرانو كونسل غونډې په موقع د چين سټېټ كونسلر او خارجه وزير وينګ اي سره د شورو په ورځ ملاقات كړے۔د خارجه دفتر له مخې په ملاقات كښې د پاكست??ن او چين په دوه اړخيزه اړيكو٬سي پېك او د شريكې خوښې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي د چين خارجه وزير سره د شورو په ورځ كوهستان سيمه كښې په ټرافېكي پېښه او د چين وګړو په ځاني زيان د افسوس څرګندونه كړې۔خارجه وزير ووئيل پاكست??ن او چين خپلو كښې ملګري دي۔شاه محمود قرشېي ووئيل اعلٰی كچ رابطې او ملاقاتونه د دواړو هېوادونو د ملګرتيا ثبوت دے٬د كورونا وبا په مهال هم دواړه هېوادونه په رابطه كښې وو۔شاه محمود قرېشي ووئيل د چين او پاكست??ن اړيكې سيمه او نړۍ كښې د امن او استحكام بنياد دے۔سي پېك د دواړو هېوادونو لپاره د بدلون منصوبه ده۔خارجه وزير د چين خپل هم څنګ سره د افغانستان په صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔د?? ووئيل د افغانستان شخړې سياسي حل ته اړتيا ده۔د?? ووئيل پاكستان به د امن ناكه او مستحكم افغانستان ملاتړ روان ساتي۔ده مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزو په حقله د چين خارجه وزير خبر كړو او دغسې دواړو خارجه وزيرانو اعلٰی كچ رابطو ر??ان?? ساتلو ته اتفاق وكړو