پېنډۍ 28جولائي (اے پي پ??) پېنډۍ او په شا وخوا سيمو كښې د شورو په ورځ سهار باران څخه د رامخې ته شوي صورتحال جاج اخستو لپاره داخله وزير شېخ رشيد احمد سهار وختي ګوالمنډي ناله لئي پ?? ته رسېدلے ۔ په دې موقع ورسره د پېنډۍ كمشنر ګلزار حسېن شاه، ډپټآکمشنر عامر عقيق، د واسا اېم ډي راجه شوکت محمود، د ضلعي اېمرجنسي رېسكيو 1122 افسر علي حېسن او نور اړوند چارواكي هم موجود وو۔ په دې موقع وفاقي وزير ميډيا سره په خبرو كښې ووئيل د هر ډول سېلابي صورتحال مخنيوي لپاره واسا،ريسکيو 1122?? ميونسپل کارپوريشن او د ضلعي انتظاميې پشمول ټولې اړوندې ادارې چمتو دي ٬ په دواړو ښارونو كښې چې چرته هم سېلابي صورتحال دے هلته د پوځ ډلې هم رسېدلي ٬ پو?? ا?? واسا هم الرټ دي او د كارپورېشن عم??ې پشمول ټوله انتظاميه خپله وظيفه ترسره كوي