اسلام آباد۔03 اګست(اے پی پی) د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس د لاسه د سندھ نه پس په پنجاب كښې تر ټولو زيات كسان مړه شوي۔ ګرد هېواد كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس د لاسه نور 67 كسان مړه شوي كومو كښې چې 35 په وېنټيلېټرز وو۔ د نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سېنټر لخوا د جاري شوو شمېرو له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال ګرد هېواد كښ?? د 3 زره 582 كسانو د كووډ – 19 ټېسټ مثبت ??اغلے۔ د تېرو 24 ساعتو په مهال د كوډ۔19 ټول 49 زره 798 ټېسټونه شوي ۔ تر دې دمه ګرد هېواد كښې د دې وباﺀ نه 9 لکه 44 زره 375 كسان ښه شوي۔ بلوچستان كښې د كووډ-19 كوم رنځور په وېنټيلېټر نش??ه۔ ګرد هېواد كښې د اېكټو كېسونو شمېره 75 زره 373 او د ځپليو مجموعي شمېره 10 لکه 43 زره 277 ته رسېدلې ۔ تر دې دمه د دې وائرس د لاسه په مجموعي توګه 23 زره 529 كسان مړه شوي ۔ ګرد هېواد كښې ټول 1 کروړ 61 لکه 58 زره 330 د كووډ ټېسټونه شوي او د كورونا رنځ له بېلو كړو 639 روغتونونو كښ?? د 3 زره 838 رنځورانو درملنې روانې دي۔