اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) قومي اسمبلۍ بزګ كشميرې حريت لارښود ??يد علي ګېلاني د كشمير د آزادې د هڅو عظيم سالار ګرځولو سره د هغه په مړينه خواشيني ښودلې او خپل ټول ژو??د د مق??وضه كشميړ مظلوم اولس لپاره په وقف كولو او د هندي ظلمونو او جبر په مړانه مق??بله كولو ئې هغه ته پېرزوينې وړاندې كړې دي. د جمعې په ورځ د قومي اسمبلۍ په غونډه كښې د پارلماني چارو وزير مملكت علي محمد خان متفقه قرارداد وړاندې كولو سره ووئيل چې د پاكستاني اولس دا نمائنده ايوان د كشمير د آزادې د هڅو د عظيم سالار ??يد علي ګېلاني په مړينه د غمرازې څرګندونه كوي. د 92 كلونو په عمر كښې هغه د هند په بند كښې په حق ورسېدو. الله تعالٰی دې هغه وبخښي او د هغه درجې دې لوړې كړي. ده ووئيل چې مونږ د ده هڅو ته سلام وړاندې كوو، هغه د كشمير د آزادې د تحريك روح روان و. هغه خپل ټول ژو??د د آزادې ه??و لپاره وقف كړے و. ده ټول عمر د مق??وضه كشمير مظلوم اولس لپاره په هڅو كښې تېر كړو او د هندي ظلم او ستم ئې مق??بله وكړه. ټول قوم د ??يد علي ګېلاني بهادرې او د آزادې هڅو ته د عقيدت پېرزوينه وړاندې كوي. ده ووئيل چې دا ايوان د هند لخوا د ??يد علي ګېلاني جسد د كورنۍ څخه تښتولو او په اسلامي طريقه سره د هغه د تدفين نه كولو په سختو ټكو كښې غندنه كوي او د نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه كوي چې هغه دې ه??د د داسې چالونو نه منع كړي او د مق??وضه كشمير مظلوم اولس ته دې د دوي د خپلواكۍ حق وركولو لپاره خپل كردار ترسره كړي. په قرارداد كښې وئيلي شوي دي چې د ??يد علي ګېلاني دا نعره چې ” مونږ پاكستانيان يو او پاكستان زمونږ دے” د آزادې د هڅو نعره جوړه شوې ، په دې مونږ هغه د عقيدت سلام وړاندې كوو. قومي اسمبلۍ په اتفاق سره د قرارداد منظوري وركړه