نيويارك 19 ستمبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو په جنرل اسمبلۍ كښې به د نهې په و??ځ په پېل كېدونكي د لوړې كچې په بحث كښې زياتره په افغانستان، موسمياتي بدلون او د كورونا په و??ئرس بحث كېږي. غونډې ته به د وزيراعظم عمران خان پشمول په لويه شمېره نړيوال مشران وېنا كوي. د ملګرو ملتونو د خواستونو باوجود چې غړي هېوادونه دې د كورونا وائرس مخ نيوي لپاره د وړاندې نه ريكارډ شوي پېغامونه را??لې??ي، د 83 هېوادونو مشران، 43 وزيراعظمان، درې نائب وزيراعظمان او 23 خارجه و??يران به جنرل اسمبلۍ ته په ذاتي توګه وېنا كوي. وزيراعظم عمران خان به د ستمبر په 24مه نېټه د نړۍ تر ټولو لوئې سفارتي اجتماع ته و??چوئل وېنا كوي. غونډې ته به د اېران، مصر، فرانس، انډونېزيا، سوئيلي افريقې او زمبابوے اولس مشران هم وېنا كوي. هر يو پلاوي ته به د 193 كسيزه اسمبلۍ پ?? محدود كړې شوي 76م سيشن كښې د مشر پشمول په عام بحث كښې د اوو غړو راوستلو اجازه وي. په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان سفير منيړ اكرم د اے پي پي نمائنده افتخار علي سره په مركه كښې ووئيل چې مونږ به د جنرل اسمبلۍ پ?? غونډه كښې فعاله شركت كوو. ده ووئيل چې نړۍ يو شمېر چېلنجونو سره مخ ده. د كووېډ 19 وبائي رنځ، په پرمختګ كوونكو هېوادونو آغېز او د موسمياتي بدلون خطرو پشان چېلنجونه راپېښ دي. ده ووئيل چې دا چېلنجونه لويو طاقتونو او په خاص توګه د امريكې او چين ترمېنځه زياتېدونكي كړكېچ سره سره دي، د وسلو نوے زغل ، په مېنځني ختيځ، افريقا، سوئيلي اسيا او نورو منطقو كښې شخړې پرله پسې خپروي. پاكستاني سفير هيله څرګنده كړه چې په غونډه كښې به دې مسئلو ته پام وكړے شي. ده ووئيل چې د پاكستان پاليسي بيان كوم به چې د وزيړاعظم عمران خان لخوا وركولې شي، هيله ده چې دا وېنا به د لويو نړيوالو معاشي او سياسي مسئلو سره سره د مقبوضه جمو كشمير سنګين صورتحال او په افغانستان كښې په تندې سره په بدلېدونكي صورتحال د پاكستان خيالات وړاندے ك??ي. ده ووئيل چې د پوره سيشن په مهال به پاكستان د نړۍ پام په مقبوضه جمو كشمير كښې د بشري حقونو څخه سرغړونو، په افغانستان كښې استحكام، اسلاموفوبيا او د ډس انفارمېشن مخ نيوي او د پرمختګ كوونكو هېوادونو معاشي چېلنجونو ته راګرځوي. خارجه و??ير شاه محمود قريشي به د جنرل اسمبلۍ پ?? مهال په يو شمېر دستورو كښې په ذآتي توګه ګډون كوي چې پكښې د جمو كشمير په اړه د او آئي سي د وركنګ ګروپ غونډه، په سلامتي كونسل كښې د اصلاحاتو په اړه و??ارتي غونډه او د توان په اړه د لوړې پائې غونډه شاملې دي. خارجه و??ير به په دې موقع د يو شمېر هېوادونو خارجه و??يرانو سره دوه اړخيزه ملاقاتونه هم كوي. خارجه و??ير به د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوئټرېس سره هم ملاقات كوي. هغه به يو شمېر تهنګ ټېنكس ته وېنا كوي، د پاكستان او نړيوالې مېډيا نه علاوه به په نيويارك كښې د پاكستانې ټولنې غړو او تجارانو سره هم ملاقات كوي. د امريكې صدر جوبائيډن، د اردن باچا عبدالله، د تركيې ، برازيل، وېزوېلا او د فلسطين اولس مشرانو نه علاوه د برتانيې، جاپان او د هند وزيراعظمان هغه مشران دي كوم به چې د خپل هېواد لخوا وېنا لپاره پ نيويارك كښې د ملګرو ملتونو په مركزي دفتر كښې موجود وي. وزيراعظم نرېندر مودي به د ستمبر په 25مه نېټه وېنا كوي