اسلام آباد 20 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې دوه شناختي كارډ او پاسپورټ لرونكي دې د اكتوبر تر 31مه نېټه يو شناختي كارډ او پاسپورټ منسوخ كړي، قانون دې كمزورې ونه ګڼلې شي، د نيوزي لېنډ لوبډلې ته مو د پوځ امنيت وركړے، ناڅاپي د دوي په بېرته تللو افسوس كوو، يوه ورځ به راځي چې ټولې لوبډلې به دلته راځي، زمونږ اپوزيشن انډر-19 ډله ده. د ګل په ورځ خبري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئ??ل چې د افغانستان څخه د 16 زره كسانو انخلا شوې ده چې پكښې څلور زره د طورخم او چمن په پوله راتېر شوي دي. ده ووئ??ل چې مونږ په افغانستان كښې امن او استحكام غواړو. وزيراعظم عمران خان په تاجكستان كښې وئيلي وو چې په افغانستان كښې به د جامع حكومت جوړولو هڅ?? كولې شي. ده ووئ??ل چې د ابعين په اړه په غونډه كښې پرېكړه شوې ده چې د ټولو صوبو په اجازه به د اربعين په موقع موبائل فون سروس بن?? وي. ده ووئ??ل چې په اسلام آباد كښې د 50 په ځائ په 100 وراډونو كښې ټاكنې كېږي. د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئ??ل چې د ټاكنو نه پس هر څوك د درغلې ژړا ګانې كوي، زمونږ اپوزيشن انډر-19 ډله ده، هغه به د الېكټرانك ووټنګ مشين مخالفت كوي. ده ووئ??ل چې حكومت اپوزيشن ته بلنه وركوي چې مونږ سره دې كېښني او ستونزې دې د خبرو د لارې حل كړي