اسلام آباد 07 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزیر مملکت فرخ حبیب وئيلي دي مسلم لیګ (ن) دې د ادارو متنازعه كول پريږدي، نیب قوانین كښې ترامیم ته اړتيا ده، د نيب موجودہ چیئرمېن پیپلز پارټۍ او مسلم لیګ (ن) په ګډه لګولے ؤ، مونږ پارلمان قوي كوو او لاره مونږ ته د پاكستان آئين راښائي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ نجي ټي وي چينل پروګرام كښې په خپلو خبرو كښې وكړه۔ده وو??يل د احتساب عدالت په اړه سپریم کورټ وئيلي دي چې 120 عدالتونه بايد جوړ شي ،چې پكښې 30 عدالتونه مونږ جوړ كړي او 90 به نور جوړولې شي، هلته د ججانو د تعیناتۍ معامله ده ، د لاهور ها??یکورټ چیف جس??س د لاهور ها??یکورټ درېو ججانو تبادله كړې ځكه چې د هغوي د بدلولو اختیار د لاهور ها??یکورټ چیف جس??س سره ؤ۔ ده وو??ېل اوس دلته معامله د د ریټائ??ډ ججانو ده نو ریټائ??ډ ججان هم د چیف جس??س آف پاکستان په مشاورت تعینات كيږي او كه چیف جس??س آف پاکستان د صدر مملکت سره د كوم جج په نامه اتفاق نه لري نو داسې نور كسان كوم چې په ميرټ راوړاندې كيدے شي او قابل هم دي د هغوي نامې به شاملولې شي۔