يو اېن اېډز پاكستان كښې په اېچ آئي وي قابو موندلو لپاره د نوي حكومت د عمل درآمد پوخ عزم خوشبينه وګرځولو

image
APP07-09 ISLAMABAD: October 09 - Dr. Maria Elena F. Borromeo, UNAIDS Country Director for Pakistan & Afghanistan called on Federal Minister for National Health Services, Aamer Mehmood Kiani. APP

اسلام آباد ۔ 9 اکتوبر (اے پی پی) يو اېن اېډز پاكستان كښې په اېچ آئي وي قابو موندلو لپاره د نوي حكومت په ترجيحي بنيادونو د عمل درآمد پوخ عزم خوشبينه ګرځولې دے۔ د قامي روغتيا ريګولېشنز اېڼد كوآرډينشن وفاقي وزير عامر محمود كياني سره پاكستان او افغانستان لپاره د يو اېن اېډز كنټري ډائرېكټر ماريه الينا بورو مېو ملاقات وكړو كوم كښې چې دې عامر محمود كياني ته د قامي روغتيا وزارت په سنبالولو مباركي وركړه۔ ماریه الینا بورو میو ووئيل د كال 2018ء جاری شوي ګلوبل اېډز راپور ترمخه پاكستان اولنې هېواد دے كوم چې د ټرانس جېنډر پرسنز اېکټ آف مئی 2018ء ترمخه د نر ښځيانو د حقونو تحفظ كړې او د دوئي د حقونو ساتنې لپاره ئې ضابطه جوړه كړې ۔هغې ووئېل د نړۍ د نورو هېوادونو په رنګ پاكستان كښې هم نرښځيان امتيازي سلوك سره مخ وو او د دوئي اېچ آئی وی سروسز ته رسنه هم ګرانه وه۔ په راپور كښې د تېرو 7 كلونو (2010 څخه تر 2017ء) په مهال اېچ آئي وي كېسونو كښې په 45 فيصد زياتوالي اندېښنه ښكاره كړې شوې

مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں