سي پېك به هېواد كښې معاشي انقلاب راولي ٬ طالب حسن نكئ

image

حكومت د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د هېواد په ګټه منصوبې زر تر زره پايې ته رسولو له هڅې كوي
قصور۔17اکتوبر(اے پی پی) د پاكستان تحريك انصاف د قومي اسمبلۍ غړي سردار طالب حسن نكئ وئيلي دي چې سي پېك سره به هېواد كښې معاشي انقلاب راشي۔ د منصوبې ترمخه په صنعتي زونز ٬ سړكونو ٬ موتروېز او د بنيادي اډانې او توان په څانګو كښی په يو شمېر لويو منصوبو كار روان دے۔ ده ووئيل د معاشي راهدارۍ دې منصوبې سره به منطقه كښې سوكالي راشي او د بې وزلۍ ختمولو كښې به مرسته ترلاسه شي۔ سي پېك به ګوادر د منطقې د تجارتي هلو ځلو مركز جوړ كړي۔ ده ووئيل سي پېك منصوبې سره به هېواد كښې د پرمختګ نوې دور پېل شي او د روزګار موقعې به رامخې ته شي۔ ده ووئيل حكومت د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د هېواد په ګټه منصوبې زر تر زره پايې ته رسولو له هڅې كوي

مضمون کا ماخذ : números dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں