اوسنې جمهوري حكومت د رائے د اظهار په بنيادي حق كامل يقين لري

image
APP95-19 ISLAMABAD: November 19 - A delegation of Journalists from Gilgit-Baltistan, AJK and Hazara Division calls on Federal Minister for Information and Broadcasting, Chaudhry Fawad Hussain. APP

اسلام آباد 19 نومبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن سره د ګلګت بلتستان٬آزاد كشمير او د هزاره جرنلسټس پلاوي د ګل په ورځ ليدلي دي ۔ملاقات كښې وفاقي وزير ووئيل اوسنې جمهوري حكومت د رائے د اظهار په بنيادي حق كامل يقين لري٬د صحافت آزادي او جمهوريت د يو بل لپاره لازم و ملزوم دي٬حكومت د خبريالانو تحفظ او ښېګړی له عزم لري۔ده ووئيل حكومت د خبريالانو تحفظ او خېرښېګړې له عزم لري٬د اطلاعات وزير ووئيل سيمه ايزو او د لرې پرتو سيمو خبريالانو د غوره صحافتي آسانۍ وركړی له په زړه پورې هڅې كوو۔ده ووئيل په ټول هېواد كښې كار كوونكو خبريالانو له هم هغه آسانۍ پكار دي كومې چې د مركزي چوكاټ خبريالان لري۔وفاقي وزير ووئيل د خبريالانو تربيتي پروګرام زياتولو له به هڅې كوو او دوي له د خپلو پېشه وره استعداد زياتولو لپاره به موقعې وركوو۔ده ووئيل د مظلومو كشميريانو د حق خود اراديت هلې ځلې به دغسې په هر فورم رامخې ته كوو٬مېړنو كشميريانو په خپل صبر هندي ظلم او بريت له ماتې وركړی ٬ وفاقې وزير ووئېل دغسې د آزاد كشمير خبريالان دې شخړيز كشمير كښې هندي ظلمونه رامخې ته كولو او د حق خود ارادايت حق ترلاسه كولو لباره د خپل قلم طاقت په زړه پوري ډول وكاروي۔ده ووئيل زه به ډېر زر د آزاد كشمير٬هزاره او د ګلګت بلتستان پرېس كلبونو دورې وكړم

مضمون کا ماخذ : جڑواں اسپن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں