اولس مشر ډاكټر عارف علوي د سندھ ګورنر عمران اسماعيل سره د كراچۍ پي آئي اے هېډكوارټر دوره وكړه

image
APP84-22 KARACHI: February 22 – President Dr. Arif Alvi chairing a meeting at PIA Headquarters. APP

اسلام آباد 22 فروری (اے پی پی)اولس مشر ډاكټر عارف علوي د جمعې په ورځ د كراچۍ پي آئي اے هېډكوارټر دوره وكړه۔ د سندھ ګورنر عمران اسماعيل هم ده سره وو۔ د پي آئي اے چيف ايګزېكټو آفيسر اولس مشر ته بشپړه بريفنګ وركړو۔ اولس مشر د الېكټرك او كراچۍ واټړ او سيورېج بورډ په لړ كښې پي آئي اے ته د رامخې ته شوې ټولو مسئلو حل لپاره اړوند چارواكو ته هدايت وكړو۔اولس مشر د پي آئي اے كالونۍ كښې د څښكلو پاكو اوبو رسنې باوري كولو هم هدايت وكړو۔ده په دې موقع ده ووئيل چې قامي ايئر لائن په مونږ ټولو ګران دې او وزيراعظم عمران خان په خپل انتخابي كمپائن كښې د پي آئي اے د عظمت د ورځو بيا راوستلو لوظ كړې وو۔ده ووئيل چې په محكمه كښې به بدعنوانۍ په هېڅ صورت زغملې نه شي او د پي آئي اے په ټولو سېكټرو كښې ميرټ په ځاې ساتل زمونږ ترجيح دې۔اولس مشر د موجوده پي آئي اے انتظاميې څو مياشتو په مهال ښه كاركردګي وستائېله۔اولس مشر د دې باور څرګندونه وكړه چې د قامي ايئر لائن كاركردګي به په يو څو ورځو كښې لا ښه شي

مضمون کا ماخذ : کینڈی کیش
متعلقہ مضامین
مزید خبریں