برطانيه دې د سلامتي كونسل مستقل غړي هېواد په حېث د پاك هند تاؤ تريخوالي لرې كولو له خپل كردار ترسره كړي۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي

image

اسلام آباد ۔ 25 فروری (اے پی پی) د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي برطانيه دې د سلامتي كونسل مستقل غړي هېواد په حېث د پاك هند ترمينځھ تاؤ تريخوالي ختمولو له خپل فعاله كردار ترسره كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د برطانيې د خارجه چارو سېکرټری آف سټېېټ جیریمی هنټ سره د ټېلېفوني تماس په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ دواړو خارجه وزيرانو د پاكستان او برطانيې ترمينځھ د اړيكو موجوده نوعيت د اطمينان وړ ګرځولو سره په مهمو سيمه ايزو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ خارجه وزير خپل برطانوي همڅنګ پلوامه پېښې څخه وروستو سوئيلي آسيا كښې د امن ناوړه وضعې څخه خبر كړو۔ خارجه وزير ووئيل برطانيه دې د سلامتي كونسل مستقل غړي هېواد په حېث د پاك هند ترمينځھ تاؤ تريخوالي ختمولو له خپله فعاله كردار ترسره كړي۔ دبرطاني خارجه وزير خپل پاكستاني همڅنګ له باور وركړو چې برطانيه به د پاك او هند ترمينځھ د تاؤ تريخوالي وضعه كمولو په لړ كښې خپل بشپړ كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل پاكستان او هند د ټولو شخړو هواري له بايد د خبرو اترو لاره خپله كړي۔ دواړو خارجه وزيران د پاكستان او برطانيه ترمينځھ د مشاورت روانه ساتلو ته هم صلا شوي دي۔

مضمون کا ماخذ : ماہی گیری کا جنون
متعلقہ مضامین
مزید خبریں