په ګجرات كښې په كور كښې د اور لګېدنې په پېښه كښې 6 كسان مړه شوي دي

image

ګجرات 12 جنوري (اے پي پي) په ګجرات كښې په كور كښې د اور لګېدنې په پېښه كښې 6 كسان مړه شوي دي. د نجي ټي وي چېنل راپور له مخې دا پېښه د ګجرات په ګوچ كلي كښې رامېنځ ته شوې. د خبر له مخې اور د شارټ سركټ په وجه لګېدلې و. په پېښه كښې مور او د هغې پنځه بچي په حق رسېدلي دي. پوليسو مقدمه درج كولو سره د پېښې پلټنې پېل كړې دي.

مضمون کا ماخذ : سشی ایکسپریس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں