د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان د پناه ځائ د دورې په مهال مېډيا سره خبرې

image

اسلام آباد 15 فروري (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې په پناه ځايونو او لنګر پورې ټوقې كوونكي د غريبانو د غم احساس نه لري، د غريبانو د درد احساس دعوٰی كوونكي په بهرنيو هېوادونو كښې په خپلو محلونو او فائيو سټار هوټلو كښې عياشې كوي. هغې دا خبرې د خالي په ورځ د اسلام آباد په آئي الېون كښې د پناه ځائ د دورې كولو په مهال مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړې. د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې د نن نه وړاندې يو حكومت هم په لارو او پاركونو كښې د اوده كېدونكو احساس نه و كړے، د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې دا حكومت د دوي په زخم مرهم لګوي. د تېر وخت واكمنو بدعنواني ، مني لانډرنګ او د غريبانو وينه څښكلو سره غريبانو ته غم وركړے. هغې ووئيل چې وزيراعظم عمران خان وړاندې راغلې چې د غريبانو ستونزې حل كړي او د فلاحي رياست دا سفر به روان وي. هغې ووئيل چې دا پناه ځائ د فلاحي ايالت د سوچ عكاسي كوي چرته چې د 300 نه زياتو خلقو ته د قيام او طعام غوره اسانيې وركولې شي. د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې په پناه ځايونو او لنګر پورې ټوقې كوونكي د غريبانو د غم احساس نه لري، د غريبانو د درد احساس دعوٰی كوونكي په بهرنيو هېوادونو كښې په خپلو محلونو او فائيو سټار هوټلو كښې عياشې كوي.

مضمون کا ماخذ : aplicativos de apostas loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں