اسلام آباد ۔ 17 فروری (اے پی پی) د سېفران وزير صاحبزاده محبوب سلطان وئيلي دي پاكستان له 40 كلونو د لكھونو په شمېر افغان كډوالو كوربتوب كوي۔ ده د پاكستان لخوا د افغان كډوالو د كوربتوب د 40 كلونو بشپړ كېدو په موقع راجوړ كړې شوي نړيوالو كنفرنس ته خطاب كولو۔ په دې مهال وزیراعظم عمران خان، د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونیوګوترېس او كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو هائي كمشنر په شمول ملكي او نړيوال شخصيات موجود وو۔ ده ووئيل پاكستان له 40 كلونو د لكھونو په شمېر افغان كډوالو كوربتوب كوي۔ نړيوالو شراكت دارانو سره په ګډه ددې كډوالو خپل هېواد ته بېرته تللو له بايد فعاله تګلاره وضعه كړې شي۔ ده ووئېل پاكستان به د افغان كډوالو عزت سره ستنېدو له خپل كردار ترسره كوي۔