د قامي اسمبلۍ سپیكر د قامی غذائی تحفظ وزارت او اړوندو ادارو ته سپارښتنه

image

اسلام آباد 16 اپریل (اے پی پی)د قامی اسمبلۍ سپیكر اسد قیصر د قامی غذائی تحفظ وزارت او اړوندو ادارو ته سپارښتنه كړې چې د لاك ډاؤن په صورتحال كښې د غنمو ريبلو لپاره كروندګرو له هر ډول آسانۍ باوري كړې۔د قامی اسمبلۍ سيكټريټ له مخې د دې خيالاتو خرګندونه ده د قامی غذائی تحفظ وزارت وزیر سید فخرامام ،د منصوبه بندۍ وزير اسد عمر او د قامی اسمبلۍ غړو سره د ملاقات په مهال وكړه۔ سپیكر فخر امام له د قامی فوډ سكیورټی اینډ ریسرچ وفاقی وزیر په چوكۍ سنبھالولو مباركي وركولو سره ووئيل هيله لرم چې د فخر امام په قیادت كښې به د غذائی تحفظ وزارت كروندګرو له مهم كردار ترسره كړي ، لاك ډوان او اوسني صورتحال له امله كروندګرو ته په پيښو مسئلو د خيالاتو څركندونې سره سپیكر ووئيل د غنمو ريبلو په مهال ټول هيواد كښې كروندګرو له هر ډول آسانۍ وركړئ۔ راوان بجټ كښې دې زرعي پرمختګ ته خاص پام لرنه وكړې شي۔ ده ووئېل د زراعت څانګه د پاكستان قامی غذائی تحفظ، غريبۍ ختمولو او د هيواد معیشت كښې د ملا د تير حیثیت لري۔ سید فخر امام ووئيل هيواد كښې د خوراكې څېزونو كمې نشته۔د هيواد زرعی معیشت له پرمختګ وركولو لپاره به د خاص كميټۍ په سفارشات عمل كولې شي۔ وفاقې وزير اسد عمر ووئيل بجټ كښې به زراعت ته پام لرنه كولې شي۔ حكومت د زراعت په اړه سرمایه كارۍ لپاره اقدامات كوي

مضمون کا ماخذ : شریر چڑیل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں