اسلام آباد 20 مئی (اے پی پی) د تعلیم وزارت ټیلی سكول لپاره خاص اېس اېم اېس سروس 8228 معارفي كړے ۔ اېس اېم اېس سروس سره به د ټیلی سكول ښه نتيجو او تدریسی عمل موَثره كولو لپاره زدكوونكو او د هغوي د مور او پلار نيغ په نيغه فیډ بیك تر لاسه كوي۔ د تعليم وفاقی وزیر شفقت محمود ووئيل كورونا صورتحال كښې د تعلیم وزارت په هنګامی بنیادونو ټیلی سكول پيل كړے كوم چې نه يواځې د تعلیمی ادارو بنديز له امله زدكونكو لپاره د تعلیمی روانه ساتلو ذریعه ده بلكه تعلیم بالغا او آوَټ آف سكول ماشومانو په تعلیمی چوكاټ كښې د شاملولو هم ښه موقع ده۔ دې موقعې څخه بشړه ګټه پورته كولو له ضروری ده چې مور او پلار د زدكوزنكو فیډ بیك ترلاسه كړي كوم لپاره چې د اېس اېم اېس سروس معارفي كړې شوې۔ ټیلی سكول لپاره 8228 اېس اېم اېس سروس د تعليم وزارت ، ډیجیټل پاكستان، پاكستان ټیلی كام اتھارټی، نیشنل ټیلی كمیونیكیشن كارپوریشن او تمام ټیلی كام كمپنیو په اشتراك سره پيل كيږي۔ په دې موقع ډیجیټل پاكستان مشرې تانیه ادروس ووئيل پاكستان كښې تعلیمی نظام په جدید ډول روانولو لپاره ډیجیټل پلیټ فارمز پلو تلل يو ښه پیش رفت دے۔ ټیلی سكول اېس اېم اېس سروس د لارې د مور او پلار پوښتلو د لارې به د هغوي رائے اخستلې شي