لاهور۔30 مئی (اے پی پی) د پي آئي اے سي اي او ایئر مارشل ارشد ملک د خالي په ورځ د الوتكې پېښه كښې د شهيد شويو كارمندانو كورونو ته تلو سره پسماندګانو سره غمرازي او په پېښه د افسوس څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل په دې سخت وخت كښې مونږ د غمجنيو كورنيو غم كښې يو برابر شريك يؤ۔ ده غمجنيو كورنيو ته د هر ممكنه آسانيو او مرستې باور وركړو۔ ده وئيل شهيد شوي كارمندان زمونږ بچي دي كومو چې د فرض ترسره كولو په مهال د شهادت مقام ترلاسه كړو۔ ده ووئيل د الوتكې پېښه كښې د حق رسېدليو كسانو د پېژندګلو عمل او د دوئي مړي پسماندګانو ته د سپارلو لړۍ روانه ده