د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ غړي جمشېد الدين كاكاخېل په مړينه خواشيني وښودله

image

اسلام آباد 03 جون (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ غړي جمشېد الدين كاكاخېل په مړينه خواشيني ښودلې ده . د شورو په ورځ د غمرازې په خپل پېغام كښې د قامي اسمبلۍ سپيكر د ارواښاد سياسي او سماجي خدماتو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې او وې وئيل جمشېدالدين كاكاخېل يو ښه انسان ؤ، د هغه سياست او پاكستان تحريك انصاف لپاره خدمات به تل ياد ساتلې شي. ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاې او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي.

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا سانتا کیٹرینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں