اسلام آباد 03 جون (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي د شورو په ورځ د نېدر لېنډ خارجه وزير سټېف بلاك سره ټيليفوني رابطه كړې. خارجه وزير شاه محمود قريشي د خبرو په مهال ده سره د كورونا نړيوال وبائي صورتحال پشمول د شريكې خوښې په چارو خبرې كړي. د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه وزير د كورونا وبا له امله په نېدر لېنډ كښې په شوي ځاني زيان خواشيني هم وښودله.