لاهور ايئرپورټ ته نزدې دنګې ودانۍ او كالونۍ الوتكو له خطرناكې دي۔ د ايئرپورټ مېنجر اختر مرزا سول اېوي اېشن اتھارټي له خپلو تحفظاتو په تحريري توګه خبر كړه

image

لاهور۔14 جون (اے پی پی)د كراچۍ پي آئي اے الوتكې پېښه نظر كښې نيولو سره لاهور ايئرپورټ ته نزدې دنګې ودانۍ او كالونۍ الوتكو لپاره خطرناكې دي۔ په دې لړ كښې د آيئرپورټ انتظاميې يو وارې بيا د تحفظاتو څرګندونه كولو سره د ايئرپورټ مېنجر اختر مرزا سولي اېوي اېشن اتھارټي له خپلو تحفظاتو په تحريري توګه خبر كړې ده۔ ائیرپورټ مېنجر د لاهور کمشنر او د اېل ډي اے ډي جي ته هم جلا جلا مراسلې استولې دي۔ ده ووئيل د رن ټېك اپ او اپروچ اېريا نزدې غېر قانوني جوړې كړې شوې ودانۍ څه وخت هم د خطرناكې پېښې سبب جوړېدې شي۔ ده ووئيل د ائيرپورټ نزدې ځائې په ځائې لوئے بل بورډ ، اینټینا او ودانۍ خطرناك صورتحال خپل كړې دې۔ ده د بلډنګ كنټرول اتھارټي د غفلت د نوټس اخستو غوښتنه وكړه۔

مضمون کا ماخذ : بلوچستان لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں