وزيراعظم فېصل آباد كښې انجونو لپاره د یونیورسټۍ نوي كېمپس جوړولو منظوري وركړه

image

فېصل آباد۔ 16 جون (اے پی پی) د فېصل آباد د قامي اسمبلۍ غړي او د خزانې د قائمه كمېټۍ مشر فېض الله كموكا وئيلي دي وزيراعظم فېصل آباد كښې د ګورنمنټ کالج فار وېمن یونیورسټۍ د نوي كېمپس جوړولو منظوري وركړې ده ۔ د 1 ارب 36 کروړه روپو په لګښت به نوے كېمپس كھرړيانواله ته نزدې جوړولے شي۔ په اولني پړاؤ كښې د منصوبې پېل له د 21 كروړه روپو جاري كولو منظوري هم وركړې شوې كومې به چې د نوي مالي كال 2020-21 ء بجټ كښې وركولې شي۔ ده ووئيل ګورنمنټ کالج فار وېمن مدینه ټائون له چې كله د پوهنتون درجه وركړې شوه نو دغه وخت دغې بلډنګ د دوه نيم زره زده كوؤنكو ګنجائش لرلو ولې اوس دې كښې د 17 زره نه زيات زده كوؤنكي زده كړې ترلاسه كوي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ خریدیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں