مظفر آباد 26 جون (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د مقبوضه كشمير د اولس د آزادۍ هلې ځلې د طاقت د لارې نه شي كمزورې كېدے، د مودي انتهاخوښي حكومت په مسلمانانو د ظلم انتها كړې، آر اېس اېس د هټلر نازي سوچ خپل كړے، كوم چې په خپله د هند د تباهې سبب دے، د اګست د 5مې نېټې نه وړاندې به د كشمير مسئله په ټوله نړۍ كښې په ډاګه كولو لپاره بشپړ تحريك پېل كولے شي، حكومت به په كنټرول لائن د هند په ډزو كښې ځپليو كورونيو سره هر ډول ممكنه مرسته روانه ساتي، د احساس پروګرام د مالي مرستې نه علاوه به په ټول آزاد كشمير او ضم شوو ضلعو كښې ټولو خلقو له د روغتيا كارډونه هم وركولے شي. ده دا خبرې د جمعې په ورځ د كنټرول لائن اوسېدونكو لپاره د احساس اېمرجنسي كېش پروګرام د اجرا دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. په دې موقع وزيراعظم مستحقو كسانو له د مرستې چېكونه وركړل. په دستوره كښې د آزاد جمو كشمير اولس مشر، وزيراعظم، د كشمير چارو وفاقي وزير او د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر هم ګډون كولو. وزيراعظم ووئيل مونږ په كنټرول لائن په سختو حالاتو كښې د ژوند تېرونكو وګړو په مرسته كولو خوشحاله يو. د احساس پروګرام له مخې به يو لك 38 زره كورنيو سره مرسته كولے شي او په آزاد كشمير كښې به 12 لكه كورنيو ته د روغتيا انصاف كارډونه وركولے شي او دغسې په آزاد كشمير كښې به نزدې ټول خلق دا اساني ولري چې د لارې به ئې تر 10 لكه روپې علاج كېدے شي. وزيراعظم ووئيل د روغتيا كارډونه به د ضم شوو ضلعو ټولو خلقو ته وركولے شي۔ ده ووئيل سره د محدودو وسيلو مو آزاد جمو و كشمير، د ضم شوو ضلعو، بلوچستان او ګلګت بلتستان لپاره په پرمختيائي بجټ كښې اضافه كړې. په دې هېڅ فرق نه پرېوځي چې چرته د كوم ګوند حكومت دے. مونږ لپاره چې څومره هم ممكنه وي، مرسته به كوو. وزيراعظم په دې موقع د مقبوضه كشمير اولس سره د يووالي څرګندونه وكړه او وې وئيل پاكستان به د كشميري اولس بشپړ ملاتړ روان ساتي. ده ووئيل د هند انتهاخوښي حكومت په مقبوضه كشمير كښې د ظلم انتها كړې