اسلام آباد 09 جولائی (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان قام ته د لوي اختر په سادګۍ سره د لمانځلو غږ كښې د اختر په مهال په د اېس او پیز په عملدرآمد زور راوړے۔ د لوي اختر په مهال په بې غورۍ كولو د كورونا خپريدو اندېښنه ده،مونږ په هغه هيوادونو كښې شامل يو چرته چې د کورونا وبا شدت کميږي،كه مونږ احتیاط وكړو نو د نړۍ په مقابل كښې به په دې سخت صورتحال په ښه ډول قابو ومومو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ اسلام اباد كښې د آئسولیشن روغتون او د وبائی رنځونو درملنې له د جدید مرکز پرانستې په موقع وكړه۔په دې مهال وفاقی وزير وزيران اسد عمر، سېنېټر شبلی فراز، سرلښكر جنرل قمر جاوید باجوہ، د چین پاکستان كښې سفیر او اعلی چارواكي موجود وؤ۔ وزیر اعظم عمران خان ووئيل د کورونا وبا او د لاك ډاوَن په سخت صورتحال کښې په لږه موده كښې د جدید روغتون په جوړولو این ډی اېم اے ته د ټول قام د اړخه پيرزوئنې وړاندې كوم۔ په دې روغتون كښې ټولې جديدې آسانۍ شته۔ده ووئيل اولس په كوچني آختر كښې د بې غورۍ څركندونه كړې وه چې له امله ئې کورونا وبا په تندۍ سره خپره شوې ، په روغتونونو ،فرنټ لائن كارمندانو ٬ ډاکټرانو ٬ نرسز دباوَ زيات شوے دغسې د مړو شميره كښې هم زياتوالې راغلے۔ ده ووئيل حکومت د کورونا مخ نيوي لپاره سمارټ لاك ډاؤن نافذ كړے،د این سی او سی په جاري كړو هدایاتو صوبائې حكومتونو عمل درامد له مرسته كړي چې له امله ئې په جولائی كښې د وبا شدت كم شوے۔ ده ووئېل دا مهال مونږ به هغه هيوادونو كښې شامل يو چرته چې د کورونا وبا شدت كمېږي۔د نړۍ د نورو هيوادونو په مقابل كښې په پاکستان كښې زيات زيان نه دے شوے۔