پاكستان سري لنكا سره دوه اړخيزه اړيكې مهمې ګڼي۔ دواړو هېوادونو ټول عمري په سخت وخت كښې د يو بل مرسته كړې

image
APP42-17 ISLAMABAD: August 17 – High Commissioner of Sri Lanka to Pakistan, Vice Admiral (Retd) Mohan Wijewickrama called on Foreign Minister Makhdoom Shah Mahmood Qureshi at Ministry of Foreign Affairs. APP

اسلام آباد ۔ 17 اګست (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي پاكستان سري لنكا سره دوه اړخيزه اړيكې مهمې ګڼي۔ دواړو هېوادونو ټول عمري په سخت وخت كښې د يو بل مرسته كړې۔ داخبره خارجه وزير پاكستان كښې د سري لنكا هائي كمشنر وائس اېډمرل (ر) موهن وجے وكرما سره د ګل په ورځ د ملاقات په مهال وكړه۔ ملاقات كښې دوه اړخيزه اړيكو ته د ودې وركولو په شمول د شريكې خوښې په بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ خارجه وزير هائي كمشنر ته د ذمه وارو په سنبالولو مباركي وركولو سره ووئيل پاکستان سری لنکا سره خپلې دوه اړخيزه اړيكې مهمې ګڼي۔ هيله ده چې ستا غوره كولو سره به دوه اړخيزه اړيكې لا قوي او بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرسته لا زياته شي۔ خارجه وزير سري لنكا كښې په شوو اوسنيو ټاكنو كښې وزیراعظم مهیندا راجه پکسا او د هغه ګوند ته په كاميابۍ ترلاسه كولو مباركي وركړه۔ ده د سري لنكا مشرتابه له د نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔ ده ووئيل پاكستان سارك منطقه كښې د اقتصادي پرمختګ زياتولو لپاره يو مهم پلېټ فارم ګڼي او د منطقې امن او استحكام لپاره دا لا فعاله ليدل غواړي۔ خارجه وزير د دواړو هېوادونو ترمينځه د اعلی كچ پلاويو تګ راتګ په حاجت هم زور راوړو۔ د سري لنكا هائي كمشنر د نېكو هيلو په څرګندونه د خارجه وزير مننه كولو سره ووئيل پاكستان ټول عمري په سخت وخت كښې د سري لنكا مرسته كړې

مضمون کا ماخذ : melhores loterias do Brasil
متعلقہ مضامین
مزید خبریں