اسلام آباد 23 جولائی (اے پی پی)د 7.2 ارب ډالره په لګښت د ایم ایل ون منصوبې سره به يو لكه پاكستانیانو ته د روز ګار موقعې په لاس ور شي۔د دې خيالاتو څركندونه دوستی اېف ایم راډيو سره مركه كښې وكړه ۔ده ووئيل اېم ایل ون منصوبې لپاره 90 فیصده پاكستانیان دغسې 10 فیصده چینائي هنرمندان په دې منصوبه كار كوي۔ ده ووئيل د دې منصوبې ترمخه 1778 كلو میټره ډبل ریلوے ټریك غزولے شي۔ شیخ رشید احمد ووئيل چین په حقیقی معنو د ریلوے په لړ كښې پرمختګ كړے، د چین ریلوے نظام د نړۍ تر ټولو ښه نظام دے او د چین ریلوے نظام ټول هيواد كښې خپور شوے۔ ده ووئيل پاكستان له د چین څخه په دې څانګه كښې بشپړه ګټه پورته كولو ته اړتيا ده۔ د ريلوے وزیر ووئيل اېم ایل ون منصوبې بشپړيدو سره به د ریل ګاړو پيښو كښې كمي راشي ځكه چې د دې منصوبې بشپړيدو سره به د ريلوے زياتره پھاټكونه ختم شي