د پاكستان او افغانستان تر مېنځه د نشه اي توكو د قاچاق مخنيوي په اړه لوظنامې لاس لېك شوي چې ورسره د نشه اي توكو د قاچاق پشمول د مني لانډرنګ په لعنت قابو موندلو له مرسته ترلاسه شوې ۔ د وفاقي كابينې غړو د حكومت د دوه كلنې كاركردګۍ په اړه خبري كنفرنس

image
APP28-20 ISLAMABAD: August 20 – Federal Minister for Information and Broadcasting Senator Syed Shibli Faraz along with Dr. Ishrat Hussain (Advisor on Institutional Reforms), Abdul Razzak Dawood (Advisor on Commerce), Zartaj Gul (MOS on Climate Change), Shehryar Afridi (Minister for SAFRON and Narcotics Control), Ali Muhammad Khan (MOS on Parliamentary Affairs) and SAPM on Climate Change Amin Aslam briefs the media regarding the two years performance of the Government. APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي)د وفاقي كابينې غړو د حكومت د دوه كلنې كاركردګۍ په اړه وئېلې دي وزیراعظم عمران خان د نوي كل د سباٶن امين دے٬ برآمدات زياتېدو سره به موقعې زياتې شي، تېر حكومت په مصنوعي توګه د ډالر بيعه كنټرول كړې وه او په دې مد كښې ئې شپږ اربه ډالره خرڅ كړي، د روانو حسابونو خساره د 20 ارب څخه 3 اربه ډالرو ته راغلې، مېك ان پاکستان سپورټ كول زمونږ ترجيح ده، پنځه برآمدي څانګو ته مو مراعات وركړي او په نړيوال بيعه مو تېل او ګاز وركړے، په کاروبار كښې آسانۍ راپېدا كولو په اړه د پاكستان لمبر د 166 درجو نه 108 درجو ته راغلے، كوم چې په شريكو هلو ځلو ممكن شوې، د كووېډ- 19 څخه وړاندې په جنورۍ او فرورۍ كښې د هېواد برآمدات ډبل ډېجټ ته راغلي وو، د كووېډ- 19 حالات معمول ته راتللو نه پس به لا بهتري راشي ٬ ستراتېژك ټریډ پالیسي فريم ورك منظورېدو سره به هم برآمدات زيات شي، پاکستان تحريك انصاف وړومبنے سياسي ګوند دے چا چې ګرېن منشور وړاندې كړے٬ د كلين اېنډ ګرېن پاكستان تشكيل لپاره د حكومتي هلو ځلو د كاميابۍ په نړيواله كچه اعتراف كېږي، لس بېليونه ټري سونامي٬ كلين ګرين انډېكس’ اليكټريكل وهيكل پاليسي’ په پلاسټك بيګز بندېز او حياتياتي تنوع لپاره منصوبې پېل كول د موجوده حكومت ھغه انقلابي ګامونه دي كوم چې په دوه كالو كښې پورته كړې شوي، وزيراعظم عمران خان په ټولو څانګو كښئ د اصلاحاتو عزم له مخئ د وفاقي حكومت د محكمو شمېره د 440 نه 324 كوي٬ څوك به نه بې روزګار كوٶ، د هېواد بهترۍ له سختې پرېكړې كول دي، وزيراعظم عمران خان د دې دړد له مخئ د قام احساس لرې او په هېواد كښې ئې مسافر خانې او لنګر خانې جوړې كړې،مونږ ټول د اولس په وړاندې ځوابده يو، د قانون سازۍ عمل لا فعاله او موثره كول غواړٶ ٬ هيله لرو چې مخالفه ډله به د قانون سازۍ پحقله وركنګ ريلېشن شپ ښه كړي ، هېواد كښې د نشه اي توكو او مني لانډرنګ په لعنت په موثره توګه قابو موندلو لپاره د نړۍ د ټولو لوي ډېټا بېنك جوړ كړے شوے ٬ د پاكستان او افغانستان تر مېنځه د نشه اي توكو د قاچاق مخنيوي په اړه لوظنامې لاس لېك شوي چې ورسره د نشه اي توكو د قاچاق پشمول د مني لانډرنګ په لعنت قابو موندلو له مرسته ترلاسه شوې ۔ د زيارت په ورځ پرېس انفارمېشن ډيپارټمنټ كښې د پارلماني چارو وزير مملكت علي محمد خان، د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داٶد، د موسمياتي بدلون صلاحكار ملك امين اسلم، د موسمياتي بدلون دومې وزيرې زرتاج ګل، د كشمېر كمېټۍ چيئرمېن شهريار آپريدي، او د وزيراعظم اصلاحات لپاره خاص مرستيال ډاكټر عشرت حسېن سره په ګډه د حكومت د دوه كلنې كاركردګۍ په اړه خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ميډيا ته ووئيل د ميډيا مننه كوٶ چا چې په عزم زمونږ دوه كلنه كاركردګي اورېدلې او د وفاقي وزيرانو لخوا د وړاندې كړې كاركردګۍ ئې كورېج كړے۔ ده ووئيل مونږ دا هڅې كولې چې د كابينې ټول غړي دلته وړاندې شي او د خپلو وزارتونو كاركردګي څخه ميډيا خبر كړي٬ د اوږد نشست له امله د خبريالانو د پوښتنو ځوابونه هم وركړے شول او تشنګي پاتې شوه كومې لپاره چې به يو مېكنزم او ټائم شېډول جاري كوٶ دغسې د اړوندو وزارتونو بېټ خبريالان اړوندو وزيرانو څخه ځوابونه غوښتلے شي۔ وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم عمران خان دا وژن لري اولسي نمائندګان دې د ټولو اقداماتو نه اولس خامخا خبر شاتي او د دې هلو ځلو كولو مقصد هم دا ٶ او هم دا د جمهوري حكومت ذمه واري هم ده ۔ ده ووئېل وزيراعظم عمران خان د نوي كل د سباٶن امين دے، مفاد پرستي او د اقرباء پرورۍ سياست په اخري سلګو دے چې غږ ئې د مخالفې ډلې د اوسنيو خبري كنفرنسونو او بيانونو نه هم راخيژي۔ وفاقي وزير ووئيل په دوه كالو كښې خو هېواد بدلولے نشو خو كوټلو ګامونو پورته كولو سره بهترۍ پلو روان يو، د پاكستان تحريك انصاف حكومت چې به كله پنځه كاله ترسره كړي نو په باور سره وئيلې شم چې هېواد به بدل شوے وي، معاشي حالات به ښه وي او د ھغې خواږه به تر اولس منتقل كېږي۔ ده ووئيل د كووېډ-19 بحران باوجود د خوراك څښاك څيزونو كښې كمي سر پورته نه كړو ، ذخيره اندوزي او د څيزونو بيعه زياته شوې ضرور ده خو بېعه كمولو سره اولس ته ريليف وركول زمونږ ذمه واري ده ،په كوويډ 19 كښې د كاميابۍ نه پس اوس ښې ورځې پېل شوي ۔ده ووئېل تجارت وده كوي او معاشي اشاريئ بهترۍ پلو روانې دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل د ميډيا خراب صورتحال د هېواد د معاشي صورتحال له امله دے، د نجي څانګې اشتهاراتو سره سره سركاري اشتهاراتو كښې هم كمے راغلے خو اوس اقتصادي ستونزې تېرې شوي او ښه وخت راتلونكے دے او تاسو ته باور دركوم چې څنګه برآمدات زياتېږي، دغسې به موقعې هم زياتېږي۔ ده ووئيل د ميډيا هاٶسز 80 فيصده واجبات ادا كړې شوي، مونږ دا خواهش لرو چې ميډيا دغسې خپل ذمه وار كردار لوبوي۔ ده ووئيل تر څٶ چې د كابينې د ځينې غړو د بدلېدو سوال دے ، زمونږ د ډلې يو كپتان دے، كپتان چې كوم ځائ يو لوبغاړے لوبول غٶاړي دا د ھغه حق وي چې ھغه په ھغې كښې ردو بدل وكړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل په ماضي كښئ تجارت لپاره د قائمه كمېټۍ چيئرمېن پاتې شوے يم، ستراتېژك ټريد پاليسي فريم ورك (اېس ټي پي اېف) قائمه كمېټۍ ته راغلې وه خو د ھغې نه پس په ھغې هېڅ كاروائي ونه شوه ، اوس دا پاليسي وزيراعظم ته لېږلې شوې۔ د اطلاعات وزير ووئيل د كوويډ 19 بحران راغلے او د دې د ګردې نړۍ معيشت تهس نهس كړے خو مونږ خپلې موثره لائحې سره همت ونه بېللو او د نړۍ په مقابل كښې مو خپلې معاشي هلې ځلې جاري وساتلې ۔ده ووئيل وزيراعظم عمران خان د هلو ځلو محور تل كمزورې طبقې وې او په دې سخت وخت كښې ئې هم د يهاړمارو او خواركښو د ستونز احساس كولو سره د سمارټ لاك ډاٶن پاليسي اختيار كړې ٬ د تعميرات څانګې ودې لپاره ګامونه پورته كړې شوي ٬ دغسې چې ديهاړي مار او خواري كښ بې روزګاره نه شي٬ ده ووئيل معاشي هلو ځلو سره د روزګار موقعې رامخئ ته كېږي ٬ مونږ ادارې نوې تقاضو سره سموو۔ وفاقي وزير ووئيل نوكرۍ وركول ښه كار در خو نوكرۍ خرڅول نه، د ماضي واكمنو ملازمتونه خرڅ كړي چې په سوب ئې ادارې تباه شوې او په دې لړ كښې ٬ د راډيو او پي ټي وي مثال د ټولو په وړاندې دے۔ده ووئېل معاشي هلې ځلې پېل شوي ، د روزګار موقعې به هم راپېدا شي ، ميډيا ته چې كله اشتهارات ترلاسه شي نو اميد لرو چې د دې خواږه به ميډيا ورركز ته هم ورسي، مونږ د ميډيا صنعت 80 فيصده واجبات ادا كړې ۔د يوې پوښتنې په ځواب د اطلاعات وزير ووئيل ډيجيټل ميډيا سره سره د سائبر كرائمز بل نفاذ لپاره هم اقدامات كوٶ۔ ده ووئيل تېر حكومت په مصنوعي توګه د ډالر بيعه قابو ساتلې وه او د دې په مد ئې شپږ اربه ډالر خرڅ كړې۔ د وزيراعظم د موسمياتي بدلون سلاحكار ملك امين اسلم ووئيل موسمياتي بدلون نړۍ ته په رامخئ ته درېو لويو چېلنجونو كښې يو دے٬ پاكستان موسمياتي بدلون څخه زيات ځپلے شوے پنځو هېوادونو كښې شامل دے۔ پاكستان تحريك انصاف د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د صورتحال د سنګينۍ په وخت ادراك كولو سره نه يوازې ګرېن منشور وړاندې كړو بلكې په حكومت كښې د راتللو نه پس ئې په دې لړ كښې تاريخي اقدامات كړي۔ ده ووئيل موجوده حكومت پنځه لوي منصوبې پېل كړي كومې چې د ماحولياتو تحفظ او د موسمياتي بدلون د منفي اثراتو په كمولو كښې به مرستياله وګرځي۔ ملك امين اسلم ووئيل لس بېليونه ټرمي سونامي پراجيكټ عظيمه منصوبه ده خو د دې ګرد هېواد كښې نافذ كولو لپاره د وفاق ټولو اكائيو راغٶنډول يو لوي چېلنج ٶ چې پكښې بريالې شوې يو۔ ده ووئيل منصوبه د وفاق او صوبو په اشتراك سره ګرد هېواد كښې نافذ كوٶ٬ د منصوبې له مخې پنځوس كروړه ونې نال كړې شوي او تر راتلونكي جون مياشت به يو اربه ونې نالولولو هدف سر كړو۔ ده ووئيل لومړۍ زمونږ په نرسرو كښې پنځه كروړه بوټي وو او اوس دا شمېره 30 كروړه ته راغلې ۔ ده ووئيل كلين ګرين انډيكس د معاشرتي سوچ بدلولو پروګرام دے۔ صفائي نيم ايمان دے او دا پروګرام به دا تصور عام كوي۔ د دې پروګرام له مخې د كلين ګرين په اړه 35 اشاريې متعين كړې شوي٬ په ابتدائي توګه پروګرام په شلو ښارونو كښې معرفې كړے شوے ۔ده ووئېل وزيراعظم عمران خان به د اګست په مياشت كښې د دې انډېكس نتيجې اعلانوي٬ ملك امين اسلم ووئيل حكومت د الودګۍ مسئله قابو كولو لپاره ګاډي په برېښنا منتقل كولو لپاره الېكټرك وهيكل پاليسي معرفي كړې ځكه چې دا د 21مې پېړۍ ضرورت دے٬ د پاليسۍ له مخې ګاډي به پرله پسې په برېښنا منتقل كولے شي چې ورسره به د ګاډو د لوګي څخه د الودګۍ كمولو له مرسته ترلاسه شي ۔ ده ووېيل ماحول پاك ساتلو لپاره د موجوده حكومت يو بل انقلابي اقدام په پلاسټك بيګز بندېز لګول وٶ او پېل ئې وفاقي حكومت د اسلام آباد څخه كړے د كوم په تقليد كولو چې صوبو هم قانون سازي كولو سره په پلاسټك بيګز بندېز لګولے ٬ د دې اقدام د ډاډ وړ نتيجې برآمد شوي۔ ده ووئيل د پروټيكټډ ايرياز تحفظ او د دې وده حياتياتي تنوع لپاره زيات اهم ده٬موجوده حكومت په دې لړ كښې د محفوظو سيمو شمېره تر 39 زياته كړې۔ ده ووئيل د موجوده حكومت هلو ځلو څخه پاكستان د ملګرو ملتونو پائيدار پرمختيائي هدفونه د كلائميټ ايكشن د ټاكلې مودې څخه لس كاله وړاندې ترلاسه كړې٬ د پاكستان د موسمياتي تبديلي په څانګه كښې د كاميابو په نړيواله كچه ستائنه كېږي٬ پاكستان د ماحوليات تحفظ په اړه د نړيوال فنډنګ په ترلاسه كولو كښې هم كامياب شوے۔ په دې موقع دوهمې وزيرې زرتاج ګل حكومتي كاميابۍ رامخئ ته كولو سره ووئيل د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې حكومت خپل كلين ګرين پاكستان پروګرام له مخې د كرونا وباء په مهال د ديهاړي مارو او خواري كښو معاشي تحفظ لپاره د ګرين روزګار وركولو پروګرام مخ په وړاندې بوتللے٬ د دې پروګرام له مخئ تر اوسه 85 زره ګرېن روزګار وركرے شوي۔ دې ووئيل د ماحوليات څانګه كښې پاكستان په دوه كالو كښې چې كومې كاميابۍ ترلاسه كړي په تېرو 70 كالو كښې مثال نه لري۔ دې ووئيل د زرعي څانګې موسمياتي بدلون څخه سمولو ٬ د ژمي انحطاط پذيرۍ لاره نيولو’ د استعمال وړ اوبو كچه زياتولو او ګرين روزګار معرفي كولو منصوبې هم په حكومتي كاميابو كښې شاملې دي۔ دې ووئيل پاكستان كلين اېنډ ګرېن جوړولو لپاره د وزيراعظم عمران خان مشن به جاري ساتو۔ د وزيراعظم د ادارو اصلاحات لپاره خاص مرستيال ډاكټر عشرت حسېن ووئيل د بده مرغه د ګورننس نظام كښې مېرټ او په سپېځلتيا سمجھوته شوې ٬ د اصلاحاتو پېكيج مقصد د ټولو څانګو كاركردګۍ كښئ اضافه كول دي٬ وزيراعظم عمران خان په ټولو څانګو كښې د اصلاحتو د عزم پخَلے كړے ، وفاقي حكومت د سركاري محكمو شمېره د 440 څخه 324 كوي او په سركري محكمو كښې د يو كال راهسې 71 زره نه زياتې خالي چوكۍ ختمې شوي۔ د وزيراعظم صلاحكار ووئيل د عام وګړو ستونزې زر حل كولو او دوي ته ريليف وركول د وزيراعظم مشن دے۔ د 25 كالو خرابۍ لرې كولو كښې به لږ وخت لګي۔ ډاكټر عشرت حسېن ووئيل آټو مېشن څخه به د كرپشن خاتمه وشي او مسئلې به زر حل شي۔ ده ووئيل وفاقي حكومت د سركاري څانګو شمېره د 440 څخه 324 كوي۔ ډاكټر عشرت حسېن ووئيل د ادارو كاركردګي زياتولو لپاره اقدامات كوٶ د ملازمانو كلنه كاركردګي تللو لپاره طريقه كار هم بدلوٶ۔ ده ووئيل د ملازمانو بل ګرېډ كښې ترقي به د كاركردګۍ په بنياد وي۔ د پارلماني چارو دوهم وزير علي محمد خان ووئيل كور په كور د عمران خان او تحريك انصاف پېغام رسولو كښې د ميډيا كردار زيات مهم دے كومې لپاره چې مونږ د ميډيا مننه كوٶ۔ ده ووئيل زما په ذهن كښئ سياست ته راتللو نه وړاندې د حكومت تاثر هم دا ٶ چې مونږ د هېواد پحقله فكر وكړو او د اولس دړد محسوس كړو،دې لپاره ما د وزيراعظم عمران خان سره په هلو ځلو كښې د شاملېدو پرېكړه وكړه او سياست مې جوائن كړو۔ده ووئېل مونږ له سختې پرېكړې كول دي او صرف او صرف د پاكستان په اړه فكر كول دي۔ ده ووئيل حكومت ھغه وي چې په زړه كښې ئې د اولس دړد وي، عمران خان د قام احساس لري او په دې لړ كښې ئې د احساس پروګرام له مخې مسافر خانې او لنګر خانې جوړې كړې۔ ده ووئيل د خبري كنفرنس د لارې اولس ته دا پېغام وركول دي چې مونږ ټول د اولس په وړاندې ځوابده يو۔ ده ووئېل وزيراعظم عمران خان چې ما ته كله د پارلماني چارو وزارت راكړو نو ورسره ئې دا هم ووئيل وړٶمبې وړومبې به ستونزې رامخې ته كېږي او بيا به آسانۍ شي۔ ده ووئيل مونږ اولسي خلق يو٬ هر وخت زمونږ د اثاثو د تفصيلات پشمول زمونږ د كاركردګۍ په اړه پوښتې كېدې شي۔ ده ووئيل پارلمان د ټٶلو ادارو مور ده او د ټولو وزارتونو مور د پارلماني چارو وزارت دے ځكه چې ټٶلو ادارو له د پارلماني چارو د لارې قانون سازي كول وي، پېل كښې ما په ايوان كښې د خارجه وزارت٬ رېلوېز او نورو وزارتونو هم ځوابونه وركړي۔ ده ووئيل په حكومت كښې د راتللو نه پس زمونږ اصل مقابله سټېټس كو او كرپشن سره وه ، په داسې ماحول كښې مونږ ته حكومت ترلاسه شو چرتا چې يو خو د مخالفې ډلې كسان نيولې كېدل ٬ په دې وضعه كښئ پارلمان چلول ګران كار وو، زه د خپلې كاركردګۍ خبره نه كوم ٬ پارلمان مخ په وړاندې بوتللو كښې سپيكر اسد قيصر او اعظم خان سواتي پشمول مشران احسن كردار لوبوې او اوس بابر اعوان هم مونږ سره دے۔ ده ووئيل د پارلمان شريكې غونډې ته د تركيه د اولس مشر وېنا هم د اهميت وړده ٬ په قامي مسئلو قامي اسمبلۍ كښې قانون سازي په پېل يو نيم كال كښې په قلار وه خو بيا بل پارلماني كال كښې 48 بلونه معرفي كړل او د كرونا د صورتحال باوجود مونږ د پارلماني كال 133 ورځې ترسره كړې دغسې په سېنېټ كښې 26 غونډې وشوې او په مجموعي توګه د پارلماني كال 265 ورځې ترسره شوې۔ده ووئېل سېنېټ كښې 73 بلونه معرفي شوي٬ 46 بل منظور شوې او 34 ارډيننسز ايوان ته وړاندې كړې شوي۔ ده ووئيل د عمران خان د مدينې رياست خبره كړې ده كومه چې زما زړه ته نزدې او زما د ژوند مقصد دے۔ ده ووئيل قامي اسمبلۍ او سېنېټ د حضرت نبي پاك ۖ د خاتم النبيين ۖ په اړه قرارداد منظور كړے چې پكښې په ټولو درسي كتابونو كښې د محمد ۖ نامې سره خاتم النبيين ۖ ليكل لازمي ګرځولې شوې، دې سره به د قاديانيت د فتنې لاره ونيولې شي۔ ده ووئيل كوچنيانو سره د زياتي نه پس د قتل په معامله د سرعام پاڼسي كولو قرارداد هم منظور شوے، وزيراعظم عمران خان په ټولو پوهنتونونو لازمي كړې چې د قرآن پاك اردو ژباړنې سره به تعليم لازمي وركولے شي او د دې نه غېر به يو ډګري نه وركړے كېږي، دغسې تر لسم زده كوٶنكو لپاره د قرآن پاك د لازمي تعليم پرېكړه شوې ۔علي محمد خان ووئيل په پېل ورځو كښې مونږ د مخالفې ډلې لخوا مخاصمت سره مخ ٶ خو او د مخالفې ډلې مننه كوٶ، د اېف اے ټي اېف په پاتې قانون سازۍ به هم اتفاق وشي۔ ده ووئيل كله چې د اسمبلۍ غونډه نه كېږي ٬ نو زياتره وخت د وزيراعظم په شكايات ونګ كښئ تېروم۔ ده ووئيل كوم خلق چې اسلام آباد ته نشي راتللے مونږ د ھغوي خوا له مردان ، چكوال، اټك، صوابۍ، نوښار، كوئټه ته تللې يو۔خو د ټولو نه زياته خوشحاله مونږ هله شو كله چې په كوئټه كښې زمونږ په دې لړ كښې خلقو سره ملاقات وشو نو دوي ووئيل مونږ په دې خوشحاله يو چې د وزيراعظم عمران خان حكومت د بلوچستان د اولس حال هم وپوښتلو۔ ده ووئيل د وزيراعظم شكايات سيل كښې د خېبرپښتونخوا ، ګلګت بلتستان، اسلام آباد پشمول د نورو صوبو لخوا شكايتونه ترلاسه شوې دي چې پكښې د 77 فيصده ازاله شوې ده او يوازې 11 زره ګيلې پاتې دي۔ ده ووئيل مونږ د قانون سازۍ عمل لا فعاله او ښه كول غواړو٬ مونږ چا سره ذاتي دښمني نه لرو٬ مونږ چې كومه هم خبره كوٶ هېواد لپاره ئې كوٶ۔ ده د دې توقع څرګندونه وكړه چې په راتلونكو ورځو كښې به مخالفه ډله د قانون سازۍ په اړه وركنګ ريلېشن شپ كښئ لا بهتري راشي۔ د وزيراعظم د تجارت سلاحكار عبدالرزاق داٶد ووئيل مونږ چې كله حكومت ترلاسه كړو نو په برآمداتو كښې د كمي چېلنج رامخې ته ٶ، د تجارتي زيان په چېلنج قابو موندل هم اهمه مسئله وه۔ ده ووئيل د كرونا وباء نه وړآندې برآمدات كښې ښه اضافه شوې٬ معاشي پرمختګ لپاره برآمداتو كښې اضافه ضروري ده ، حكومت د برآمداتو ودې لپاره جامع لائحه مرتب كړې۔ ده ووئيل پنځو لويو برآمدي څانګو كښې لپاره مراعاتي پېكج اعلان شوې دېا،د ډيجيټلائزيشن ودې لپاره اي كامرس پاليسي مرتب شوې۔ ده ووئيل د جولائي پشان نورو مياشتو كښې به هم برآمداتو كښې اضافه وشي ۔ ده ووئيل په کاروبار كښې آسانۍ پېدا كولو په اړه د پاكستان لمبر د 166 درجو نه 108 درجو ته راغلے دے او په ګرده نړۍ كښې د پاكستان د هلو ځلو ستائنه شوې ده ۔ ده ووئيل د اي كامرس ذمه وارۍ پلو روان يو او وزارت په اي كامرس منتقل كولو لپاره بشپړه هڅې كوٶ د كومې چې په ماضي كښې فقدان ٶ، د جيوګرافيكل انفارميشن سسټم قانون قامي اسمبلۍ څخه منظور كړې شوې٬ دا ډېره اهم قانون دې د دې د لارې به ګرده نړۍ كښې يو ځائ هم زمونږ د ځائي مصنوعاتو نامه نه استعمالېږي۔ ده ووئيل چين سره د آزاد تجارت لوظنامه شوې ده ، د كوويډ 19 په سوب په دې كښې پېشرفت ونه شو خو د دې كېفيت نه بهر كېدو سره به د دې خواږه راتلل پېل شي٬ د ستراتېژك ټرېډ پاليسي فريم ورك هم منظور شوې دې چې مقصد ئې برآمداتو كښې اضافه او تجارتي هلې ځلې ګڼ اړخيزه كول دي۔ عبدالرزاق داٶد ووئيل زمونږ د آمونو تجارت ګرده نړۍ كښئ دا مهال ښه كېږي او د اتيا زره ټنه آم برآمد كولو توقع وه خو يو لك 25 زره ټنه آم برآمد شوې دې كومه چې د ډاډ وړ خبره ده۔ ده ووئيل د جولائي په مياشت كښې هم زمونږ برآمدات د كوويډ باوجود ډېر ښه ٶ، ايكس چينج ريټ هم حقيقي اېكس چېنج پلو بوتللې شوې دې دغسې چې د كرنسۍ بنيادي قدر سم كړې شي ، د ماضي واكمنو په منصوعي طريقه ډالر كنټرول كولو هڅو په سوب معيشت ته زيان رسېدلې ۔ ده ووئيل د خام مال درآمد په بشپړه توګه ډيوټي فري كوٶ دغسې چې صنعتي پيداوار زيات شي۔ د نشه اي توكو او د كشمير كمېټۍ چيئرمېن شهريار آپريدي ووئيل هېواد كښې په نشه اي توكو او د مني لانډرنګ په لعنت په موثره توګه قابو موندلو لپاره د نړۍ د ټولو نه زيات لوے ډېټا بېنك تشكيل كړې شوې دې او د پاكستان او افغانستان ترمېنځه د نشه اي توكول د قاچاق لاره نيولو لپاره په لوظنامه لاسليك شوې دې چې ورسره به د نشه اي توكو د قاچاق پشمول د مني لانډرنګ په لعنت قابو موندلو كښې مرسته ترلاسه شي۔ ده ووئيل په اولس كښې د نشه اي توكو په اړه شعور بېدارولو لپاره د “د ژوند” “زندګي” په نامه اېپلي ېشن معرفي كړې شوې دې د كوم چې په نړيواله كچه ستائنه شوې ده ۔ د صحت وزارت او د ملګرو متونو د نشه اي توكو مخنيوي ادارې او د پاكستان انسټي ټيوټ آف پارليماني سټډيز په اشتراك سره د نشه اي توكو نګرانۍ يو طريقه كار جوړ كړې شوې دې كومې څخه چې به د عادي كسانو بحالۍ نه علاوه د نجي نشه اي توكو د مخنيوي په مركزونو نظر ساتلو كښې مرسته ترلاسه شي

مضمون کا ماخذ : خون چوسنے والے II
متعلقہ مضامین
مزید خبریں