اسلام آباد۔27اګست(اے پی پی) امريكا كښې د پاكستان سفير اسد مجيد خان وئيلي دي پاکستان د افغان كشالې سوله ایز حل او د ټولو ډلو مناسبې نمائندګۍ سره د پراخا بنياد لرونكې حكومت جوړېدو له خوښي لري۔ نړيواله ورورولي دې افغانستان كښې د مرستې تګلاره خپلولو سره د همكارانو په حېث كار وكړي او ټول فريقېن دې خبرو اترو ته كېښنوي ٬ مونږ دا ګڼو چې افغانستان كښې د ترهګرۍ مخنيوي تر ټولو غوره تګلار دغلته امن لپاره سرمايه كاري ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د المان ټي وي چېنل”زېډ ډی اېف“ سره مركه كښې وكړه۔ اسد مجيد خان ووئيل مونږ د افغانستان صورتخال جاج اخلو او دا مهال افغانستان څخه د خلكو ويستلو په لړ كښې نړيوالې ورورولۍ سره مرستې ته پام ګرځولے شوے۔ هغه ووئيل افغانستان كښې د روان بحران ختمولو له به كوټلي ګامونه پورته كول وي دغسې چې دا بحران په انساني الميه بدل نه شي۔ پاكستاني سفير ووئيل مونږ دا ټولو ته په ډاګه كړې چې افغانستان كښې د پاكستان څوك خوښ نشته۔ مونږ پرله پسې دا خبره كوؤ چې افغانستان څخه وتلو كښې د ذمه وارۍ څرګندونه وكړې شي او دا بايد افغان امن عمل سره همغږي ولري۔ پاكستاني سفير ووئيل مونږ غواړؤ چې نړيواله ورورولي افغانستان كښې د محاذ آرائۍ په ځاے د مرستې تګلاره خپلولو سره د همكارانو په حېث كار وكړي۔ هغه ووئيل د افغانستان مسئلې مهمو فريقو كومو كښې چې پاکستان، چین ، روس او امريكا شامل دي د ګډې خپله اعلاميه كښې وئيلي دي چې افغانستان كښې تصادم او د استحكام نشتوالے به د چا په ګټه نه وي۔