د کشميريانو د خپلواكۍ تحريك د آزادۍ په تحريك بدل شوې

image
APP95-05 ISLAMABAD: August 05 - Special Assistant to the Prime Minister on Information & Broadcasting, Dr. Firdous Ashiq Awan talking to media. APP

اسلام آباد 08 اګست (اے پي پي) د وزيراعظم اطلاعات او خپرونو لپاره خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي مقبوضه کشمير كښې د هند اوسني اقدام سره د دوه نظرياتو ترمېنځه ټكراٶ رامخې ته شوې ٬ زمونږ نظريه د ترقي پسندۍ د سوچ ده او بلخوا مودي د انتها پسندانه ٬ ترهګر او مسلم كشه سوچ او نظريه لري ٬ ميډيا له په موجوده حالاتو كښې قامي بيانيه رامخئ ته كولو لپاره خپل كردار لوبول پكار دې ۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د زيارت په ورځ پارلمان كښې د اطلاعات او خپرونو وزارت بيټ رپورټرانو سره په خاص خبرو كښې وكړه۔ دې ووئيل كله چې قام چېلنجونو سره مخ وي نو سياسي بيانيې شاته پاتې شي او په ھغې قامي بيانيه فوقيت ترلاسه كړي٬ دا مهال د پاکستان مقبوضه کشمير د اوسني صورتحال له امله په مهم موړ ولاړ دے٬ حكومت او مخالفې ډلې له به يو موټې كېدل وي٬ دې ووئېل په دې معامله سياست كولو سره به د كشمير كشالې ته زيان ورسيږي ۔ دې ووئيل حكومت د پارلمان شريكې غونډه كښې ټول پارلماني غړي په دې معاله اعتماد كښې اخستې ۔ دې ووئيل دې غونډې سره مونږ كشميري اولس ته دا پېغام وركړې چې ټول پارلمان او اولس د كشمير په مسئله دوي سره ولاړ دے خو مخالفې ډلې په دې موقع هم د پروډكشن آرډر او ذاتيات سياست كړې۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل حكومت خپلې ذمه وارۍ ترسره كوي٬ مخالفې ډلې له د سختو خبرو په ځائ په حقائقو پوهه پكار ده او داسي سياسي بيانيه به جوړول پكار وي كومه چې قامي وي٬ دې ووئېل کشميريانو ته پاكستان سره د لازوال رشتې په سوب سزا وركولې كېږي ٬ کشميريان پاکستان د خپل وجود برخه ګڼي او كشمير د پاكستان شه رګ دے۔ دې ووئيل د دې نه وړاندې كشميريانو د استصواب رائے د لارې د خپلواكۍ حق غوښتلو چې پاكستان ئې سياسي سفارتي او اخلاقي ملاتړ كولو خو د اوسني صورتحال په تناظر كښې په پاليسۍ كښې بنيادي بدلي كړې شوې ٬ خو اوس د خپلواكۍ د حق تحريك د آزادۍ په تحريك بدل شوې٬ خاص مرستيالې ووئېل په دې تناظر كښې به مونږ له د سباٶن خپلې پاليسۍ جوړول وي۔ دې ووئيل په دې معامله ميډيا مركزي كردار لري٬ ټول خبريالان محب وطن دي۔ دې ووئيل د پاكستان هند سره شخړه يوازې د دوه نظرياتو د ټكراٶ دے٬ يو خو د قائداعظم د ترقي پسندۍ سوچ دے بلخوا د مودي د انتها پسندانه ٬ ترهګر او مسلم كش نظريه ده٬ دې ووئېل د پاكستان جوړېدو نه تر اوسه مشرانو قربانۍ وركولو سره پخپله وېنا يوه كرښه راښكلې٬ دا ټكر تهذيبي ٬ كلتوري او د سماجي اقدارو ټكراٶ دے۔ دې ووئيل په ميډيا د هندي كلتور يلغار دے چې آغېز ئې زمونږ په ځوانانو كېږي ۔ دې ووېيل هند مونږ له په پولو ماتې نه شي راكولې مونږ له به خيرن هندي كلتور څخه خپل ځوانان بچ كول دي٬ دې ووئېل هند سره ټول كلتوري پروګرام٬ ډرامه او د فلمونو پحقله روابط ختموٶ٬ 65 فيصده ځوانان د پاکستان اثاثه دي٬ دوي به د قائد نظريې سره تړوٶ٬ دې ووئېل د پاکستان جوړېدو په وخت دا ځوانان د قائداعظم وړومبۍ ډله وه او د استحکام پاکستان په تحريك كښې به دا ځوانان د ”Say No to India” برخه وي۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د قامي سلامتيا كمېټۍ كښې د شوي پېشرفت پحقله به

مضمون کا ماخذ : شریر چڑیل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں