د خزانې سېكرټري نويد كامران بلوچ د برتانيې ادارې ډي اېېف آئي ډي تر سېوري لاندې سېمنار ته وېنا

image

اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) د خزانې سېكرټري نويد کامران بلوچ وئيلي دي د کرونا وائرس اثرات كمولو لپاره د پاکستان حکومت او د بېنكونو په وخت او كوټلو اقدامات په سوب په ترسيلات زر ناوړه اثرات كم كړې شوي ، بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو لخو سږ كال ترسيلات زر كښې د نړيوال بېنك د 23 فيصده پېشنګوئۍ په مقابل كښې يوازې 4.3 فيصده كمے رامخې ته شوے۔ د خزانې سېكرټري دا خبرې د برتانيې ادارې ډي اېيف آئي ډي تر سېوري لاندې سېمنار ته وكړې۔ ده ووئيل د ترلاسه سيمه ايزو هېوادونو ډېټا له مخې بنګله دېش كښې د مارچ نه تر مئي ترسيلات زر 16.7 فيصده كمې شوي۔ ده ووئيل په ابتدائي توګه چې كوم جاج اخستے او مرتب كړے شوے ٶ د ھغې له مخې د وبا له امله د اپرېل نه پس ترسيلات زر كښې د زيات كمې اندازه لګولې شوې وه خو د پاکستان حکومت او د بېنكونو په وخت او د كوټلو اقداماتو په سوب ترسيلات زر باندې ناوړه اثرات كم كړې شوي۔

مضمون کا ماخذ : comprar raspadinha
متعلقہ مضامین
مزید خبریں