اسلام آباد 22 جون (اے پي پي) د هوابازۍ وفاقي وزير غلام سرور خان وئيلي دي کراچۍ كښې د پي آئي اے الوتكې پېښې عبوري راپور جور كړے شوے ٬ (سبا) د شورو په ورځ به ايوان ته وړاندې كولې شي ۔ د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د خبرو په مهال ده ووئيل په غونډه كښې مې دا لوظ كړے ٶ چې د مئي په 22مه نيټه د پي آئي اے د رامخې ته شوې پېښې عبوري راپور به په 22م جون وړاندې كوم ۔ده ووئېل راپور جوړ دے او ترلاسه شوے هم دے٬ نن مې پرې وزيراعظم سره خبره هم كړې ۔ده ووئېل د وړتندېنو پېښو راپورونه به هم غونډې ته وړاندې كوم۔ ده ووئيل ايوان خبرول غواړم چې د الوتكې د پېښو راپورونه به د شورو په ورځ اسمبلۍ ته وړاندې كوم