اسلام آباد 25 جون (اے پي پي) د قامي سلامتيا چارو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال معيد يوسف وئيلي دي بهر هېوادونو ته د تګ كوٶنكو مسافرو سريننګ به (سبا) د خالي په ورځ پېل كولے شي٬ يوازې صحت مند كسانو ته به د بهر سفر كولو اجازه وركولې شي٬ د بيمارۍ په حالت كښې بهر هېواد ته سفر كولو نه ډډه پكار ده، د رنځ په حالت كښې به دوي ته د سفر كولو اجازه ورنه كړے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ په نېشنل کمانډ اينډ آپرېشن سنټر (اېن سي او سي) كښې ميډيا ته د بريفنګ په مهال وكړه۔ ده ووئيل مسافرو له به بهر هېواد ته د تګ نه وړاندې هېلت فارم ډكول وي٬ مسافرو له به په اېس او پيز عملدرآمد لازمي وي او كوم هېواد ته چې ځي د ھغې هېواد په قوانين به عمل كول وي، كه د اړوند هېواد ضرورت وي نو هلته به د كرونا ټېسټ كول وي۔ ده ووئيل په راتلونكو دو دريو اوونيو كښې به بهر هېوادونو كښې ايسار 2 لكه پاكستانيان بېرته وطن ته راورسولے شي، هره اوونۍ به د 270 پروازونو د لارې د 40 نه تر 50 زره پاكستانيان هېواد ته رارسولے شي، دا كمرشل آپرېشن دے او حكومت به ټول آپرېشن مانيټر كوي۔ده ووئېل په خليجي هېوادونو كښې ايسارو خواري كښو سره په راستنېدو مرستې كولو ته پام لرنه كوو