پېښور ۔ 04 جولائی (اے پی پی)د روغتيا صوبائي وزير تېمور سليم خان جهګړا وئيلي دي خېبر پختونخوا كښې د كورونا وائرس په ضد د صحت عملې غوره هڅې كړې دي۔ د صوبو لويو روغتونونو كښې 50 فيصد بېډز كورونا رنځوران كاروي۔ سركاري روغتونونو كښې مو د آئي سي يو شمېره جون كښې 120 څخه زياتولو سره 175 ته ورسوله۔ ددې مياشتې تر پايه به سركاري روغتونونو كښې د آئی سی یو بېډز شمېره 330 ته ورسي۔ ټول ډاكټران ، نرسانې او د پېرا مېډېکس په شمول فرنټ لائن وركرز د ستانې وړ دي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده پبلک هېلتھ لېبارټری خېبر میډیکل پوهنتون پېښور كښې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل پاك پوځ د وباﺀ په مهال تر ټولو زياته مرسته وكړه۔ سرکاری روغتونونو كښې د آكسيجن آسانۍ لرونكو بېډز شمېره د جون 485 نه تر 712 رسولې شوې ده۔ راتلونكي مياشت كښې به دا شمېره 1540 ته ورسي۔ اګست ستمبر كښې د سركاري روغتونونو استعداد به يو په درې زيات كړې شي۔ د آئي سي يو او اېچ ډي يو بېډز شمېره به 2 زره كړې شي۔ ده ووئيل تېرو ورځو كښې كېسونو كښې د كمي سبب د خلقو ټېسټونه نه كول دي۔ په اختر او محرم كښې به خصوصي احتياط كول وي۔ ده ووئيل پشاور انسټی ټیوټ آف کارډیالوجی به روان كال كښې فعاله كړې شي۔ دا مهال 22 ضلعو كښې رېپډ رسپانس ډلې كور په كور د ټېسټ نمونې اخلي۔ د صوبې وګړي په 1700 كال كولو سره دا آساني ترلاسه كولې شي۔ ده ووئيل پبلک هېلتھ لېبارټری خېبر میډیکل یونیورسټی د روزانه په بنياد 20 ټېسټونو څخه كار پېل وكړو او اوس روزانه 1500 ټېسټ كولې شي۔ ده ووئيل صوبه كښې د ټېسټنګ استعداد زيات دے ولې طلب ئې كم شوے دے